په ژوندی پڼه خپرونه
    پوتين

    الماني رسنۍ: ولاديمير پوتين دامريکا متحد ايالاتونوپر وړاندې د تندو خبرو څخه کاراخستی دي

    © Sputnik/ Sergey Guneev
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 14910

    د روسيي ولسمشر ولاديمير پوتين دبريکس د هيوادونو د امنيت دشوراګانو دسکرترانو سره د کتني په ترځ کې د امريکا متحده ايالاتو په وړاندې تندي خبري کړي دي. دامطلب الماني ورځپاڼي Deutsche Wirtschafts Nachrichten څرګند کړی دي.

    دغه ورځپانه ليکي: پوتين دامريکا متحده ايالات په دې تورنوي او استدلال کوی چې «اسلامي دولت» ورځ تربلي دهېوادونو خاوره ترخپلي ولکي لاندي راولي او ترشا ئي امريکا ولاړه ده او د دې تر څنګ امريکا دنورو هېوادونو په کورنيو چارو کې لاس وهنه کوي. ورځپاڼه زياتوي چې دروسيي د ولسمشر تر وينا وروسته ، ښائي روسيه په دې اړه يو لړ جدي اقدامات تر سره کړي.
    د روسيي ولسمشر ولاديمير پوتين دبريکس دهيوادونو د امنيت د شوراګانو د سکرترانو سره د خبرو په ترځ کې وويل: « موږ دټولو هغو پيښو چې په منخني ختيخ ، دافريقا په شمال کې تر سره کيږي اوهمدا ډول هغه ترهګرۍ سازمان چې پر ځان باندې د«اسلامي دولت »نوم ایښي او داحق ئي ځانته ورکړی دي، خبر يو. خو په دغو هيوادونو کې تر مداخلي مخکې ، چې هغه هم دملګرو ملتونو دامنيت شورا د فيصلي پرته عملي شوي، ترهګرۍ موجوده نه وه.
    دا ټولو ته معلومه ده چې پایلی ئی ډير سختی دي. او هغه څه چې په تيرو څو کلونو کې شوي دي اړېنه ده اصلاح او ورغول شي.
    د روسيي ولسمشر د لويديځ يرغليز سياست دنورو زبر ځواکونو لپاره ډير خطرناک بولي « دا روښانه خبره ده چې زموږ هيوادونه (بريکس هېوادونه) هم تر يوې کچې پوري دګواښ سر مخامخ دي کله چې نړيوال حقوق، او د بيلابيلو خپلواکو هيوادونو ملي حاکميت تر پښو لاندې کيږي».
    پوتين.دچين داستازي سره دخبرو پر مهال د«رنګه انقلابونو» دګواښ په اړه څرګندوني وکړي. ده د بيلګي په توګه د اوکراين هېواد ياد کړ. مسکو داسي فکر کوي چې ديانوکويچ د رژيم له منخه وړل او په «ميدان» کې ګډوډي او بلوا د امريکايانو په اشاره تنظيم شوي وه.
    د ورځپاڼی په نظر، دا بدګمانی برحقه ده، ځکه چی څه موده د مخه پنتاګون یو محرم رپوټ خپور کړی وو چی په هغه کی ویل شوی چی امریکا د اسلامی دولت تر جوړیدو ډیره موده د مخه د هغه تر رامنځ ته کیدو خبره وه او له دی ترهګری ډلی یی د ځپلو موخو په ګټه کار اخیست.
    ورځپاڼه زیاتوی، پوتین پخوا ځانته د دی ډول تندو خبرو اجازه نه ورکوله. مولف لیکی، داسی ګمان کیږی چی پوتین غواړی پر لویدیځ فشار زیات کړی. دی د چین او بریکس سره په یووالی کی غواړی په نژدی ختیځ کی هغه امنیتی خلاوی له منځه یوسی چی د امریکا تر لاس وهنی وروسته رامنځ ته شوی دی. ژورنالیست په پای کی لیکی: د نوم وړی تندی خبری د دی څرګنودویی دی چی دی نه غواړی په دی مساله کی د سستی له دریځ څخه عمل وکړی.

     

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی