په ژوندی پڼه خپرونه
    اروپایی ټولنی د پناه وړونکو بیه ټاکلی ده

    اروپایی ټولنی د پناه وړونکو بیه ټاکلی ده

    © Sputnik/ Vladfimir Astapkovich
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 93 0 0

    اروپایی کمیسیون له شمالی افریقا او نژدی ختیځ څخه د پناه وړونکو د سیل د ستونزی د حل په هکله د پلان جزئیات اعلان کړی دی.

    د دوو کلونو په ترځ کی به د دی پروګرام په اساس د ایریتری او سوریی له ۴۰ زرو پناه وړونکو سره چی ایتالیی او یونان ته راغلی او په څرګنده د نړیوالی ټولنی ملاتړ ته اړتیا لری، مرستی تنظیم شی. هغه هیوادونه چی پناه وړنکی منی د بروکسل له خوا به د هغوی سره مالی مرستی وشی او د هر پناه وړونکی پر سر به ۶ زره یورو ورکړی شی. په مجموعی توګه په بودجه کی ۲۴۰ میلونه یورو اټکل شوی دی. دا لګښتونه د اروپایی اتحادیی د ۲۰۱۶ کال په بودجه کی چی پرون اروپایی کمیسیون اعلان کړه، په پام کی نیول شوی دی. ټول ټال به په راتلونکی کال کی د پناه وړونکو د ستونزو د حل په خاطر ۸۳۳ میلیونه یورو پیسی بیلی کړی شی.

    د بروکسل د پلان سره سم به المان ۲۲ فیصده، فرانسه ۱۷ فیصده، اسپانیه ۱۱ فیصده، پولند ۷ فیصده او هالند ۵ فیصده پناه وړونکی ومنی. دا ونډی د خاص فورمول په اساس ټاکلی شوی چی د هر هیواد د نفوسو شمیره، د ملی ناخالص محصول حجم، د بیکاری سطحه او دا چی تر اوسه کومو هیوادونو په فعاله توګه پناه وړنکی منل، په پام کی نیولی دی.

    د دی سره سره همدا اوس د اروپایی کمیسیون پلان د اروپایی اتحادیی د زیات شمیر دولتونو د شکایتونو د پورته کیدو سبب شوی. د اسپانیی د بهرنیو چارو وزیر هوسی مانوئیل ګارسییا — مارګالو یادونه کړی چی په هیواد کی د بیکاری کچه همدا اوس ۲۴ فیصده ده، یعنی کار د سیمه ایزو خلکو لپاره هم کفایت نه کوی. د انګلستان د کورنیو چارو وزیری تیرزه می داسی پتییلی چی دا سیستم د هغو کسانو په ګټه دی، څوک چی اروپا ته غیرقانونی پناه وړونکی را لیږدوی. د هنګری لومړی وزیر ویکتور اوربان د بروکسل مفکوره لیونتوب او غیرعادلانه بلللی ده. د اروپایی کمیسیون پلان به د اروپایی اتحادیی په راتلونکی غوڼډه کی وڅیړل شی.

    د اروپایی کمیسیون وړاندیز به د ۴۰ زرو پناه وړونکو ستونزی حل کړی. تیر کال ۶۲۷ زره پناه وړونکی اروپا ته راغلی وو. پناه وړونکی د مدیترانی د سمندرګی له لاری د شمالی افریقا او نژدی ختیځ له هیوادونو اروپا ته راځی. د مهاجرت د سیاست د بین المللی انستیتوت کارپوهی  سیوزان فراتسک د روسیی د کمیرسانت له ورځپاڼی سره په مرکه کی څرګنده کړه: خبره د ټولو ممکنو اقدامونو له جملی یوازی پر یوه اقدام مطرح ده. څرګنده ده چی د پناه وړونکو په هکله د دوبلن کنوانسیون چی هر هغه هیواد ته چی لومړی پناه وړونکی راځی، همغه هیواد یی د منلو مسوولیت پر غاړه لری، کار نه ورکوی. په اوږد لرلید کی د اروپایی کمیسیون نووښت د ټولو هیوادو په ګټه دی. زیات شمیر اروپایی هیوادونو دا خبره درک کړی چی په اوکراین کی د حالاتو د زیاتی خرابی په صورت کی له دغی پریکړی ګټه اخیستلی شی.

    د اروپایی کمیسیون مشری هم له ورته دلیلونو څخه کار اخلی. اروپایی کمیسار دمیتریس اورامپولیس دی پوښتنی ته په ځواب کی چی ایا بروکسل به د پخوانی شوروی اتحاد له هیوادونو څخه د ختیځی اروپا هیوادونه ته د پناه وړونکو د شمیر زیاتیدل په پام کی ونیسی او که نه، وویل: اوس موږ د مدیترانی په سمندرګی کی د پناه وړونکو په هکله خبری کوو. ښایی بل ځل به موږ په تور سمندرګی ستونزی حل کړو. بلغاریا او رومانیا هم له ورته ستونزی سره مخامخ کیدلی شی. د اړتیا په صورت کی به اړوند میکانیزم د اروپا د دی برخی لپاره هم وکارول شی.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی