په ژوندی پڼه خپرونه
    روسیی ملګرو ملتونو ته هغه پلان وړاندی کوی، چی له مخی به یی په افغانستان کی تر ۲۰۲۱ ز- ل کال پوری د نشه یی توکو تولید له منځه ولاړ شی

    روسیی ملګرو ملتونو ته هغه پلان وړاندی کوی، چی له مخی به یی په افغانستان کی تر ۲۰۲۱ ز- ل کال پوری د نشه یی توکو تولید له منځه ولاړ شی

    © Sputnik/ Aleksey Nikolskiy
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 56 0 0

    روسیه په پام کی لری، چی د ملګرو ملتونو د عمومی اسمبلی په ځانکړی غونډه کی چی د ۲۰۱۶ ز- ل کال په منی کی جوړیږی، هغه پینځه کلن پلان وړاندی کړی، چی له مخی به یی په افغانستان کی تر ۲۰۲۱ ز- ل کال پوری د نشه یی توکو تولید له منځه ولاړ شی. د روسیی د نشه یی توکو د کنترول او د مبارزی اداری په دی هکله خبر ورکړی دی.

    د روسیی د نشه یی توکو د کنترول او د نشه یی توکو سره مبارزی د اداری مشر ویکتور ایوانوف په دی هکله وایی، چی « د نړیوالی ټولنی لپاره د دغی زړی او له شرمه ډکی ستونزی هوارولو په موخه په کار ده چی تګلاره جوړه شی او د افغانستان د نشه یی توکو د له مینځه وړلو په موخه ځانګړی پینځه کلن د « ۲۰۱۷ — ۲۰۲۱ » لپاره پلان جوړ شی.

    د نوموړی په وینا د دغه پینځه کلن پلان له مخی باید په افغانستان کی د همغږی صندوق او ځانګړی صنوق د نشه یی توکو سره د مبارزی لپاره جوړ شی.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی