په ژوندی پڼه خپرونه
    پنتاګون

    پنتاګون: دامريکا پوځي توکې، اوپرسونل دروسيي له خاورې څخه افغانستان ته ليږدول کيدای نسي

    © Photo/ David B. Gleason
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 105 0 0

    دامريکا متحده ايالاتو پوځي توکې او پرسونل له دې وروسته افغانستان ته دروسيي له لارې نسي ليږدول کيداي دامطلب دپنجشنبي په ورځ ايتارتاس اژانس دامريکا متحده ايالاتو ددفاع وزارت داستازي له قوله ورکړی دي.

    ده په دې اړه وويل چې په دې باره کې مخکې روسيي همداشان فيصله کړي وه چې نور به امريکائي پوځي توکې، تجهزات، اوپرسونل دروسيي له خاورې افغانستان ته انتقال نسي.
    واشنګټن تر څه مودې مخکې دهغه موافقي له مخې چې دروسيي اوامريکا متحده ايالاتو ترمنځ موجوده وه په ډير فعاله توګه ځپل پوځي تجهزات اوپرسونل دروسيي له لاري افغانستان ته ليږدول. واشنګټن افغانستان ته دبارونواو پرسونل دليږد دپاره دروسيي دهوايي قلمرو څخه هم ګټه اخستله.
    دامريکا متحده ايالاتو دپنتاګون استازی وائي «اوس زموږ سره دتجارتي بارونو دليږد راليږد ، پوځي الوتکو موافقه وجود نه لري. دم ګړۍ دروسيي له لاري ترانزيت وجود نه لري او ددې تر څنګ دروسيي دهوائي حريم څخه هم ګټه نه سو اخستلای ».

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی