په ژوندی پڼه خپرونه
    ملګرو ملتونو ته

    نن دسوله ساتونکو ورځ لمانځل کيږي

    © AP Photo/ Ronald Zak
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 51 0 0

    دملګرو ملتونو دسوله ساتو ځواکونو شمير ترسلوزرو زيات دي، دغه ځواکونه دنړۍ په ۱۶ سيمو کې په فعاليت بوخت دي. دغه ځواکونه دسولي دپاره کار کوي په دې اړه دملګرو ملتونو دعمومی منشي سلاکار ديمتري تيتوف دريانووستي او نيويارک ټايمز دخبريالي ولګا دينسوفا سره مرکه کړي ده. نن دمي ۲۹ نيټه دسوله ساتو ځواکونو ورځ ده.

    سوله ساته ځواکونه — داد ملګرو ملتونو په چوکاټ کې فعاليت کوي او له دغه سازمان څخه بيل نه دي. په پیل کې سوله ساته ځواکونه دملګرو ملتونو په منشور کې درج شوي نه وو. ، خو دتيري پيړۍ د ۱۹۴۰ کال په پای او ۵۰ کال په پيل کې ددغه سازمان په منشور کې شامل شو.
    دم ګړي دملګرو ملتونو دسولي په عملياتو کې تر ۱۲۵ زره زيات کسان برخه اخلي تر ۹۳ زره زيات پوځيان ، ۱۳ زره پوليس د ۱۰۰ هيوادونو څخه ګدون کوي.
    . دسوله ساتو ځواکونو رول په اوسنۍ نړۍ کې دامنيت دټينګولو دپاره ډير مهم دي. تر اوسه پورې دملګرو ملتونو دسوله ساته ځواکونو په ټول تاريخ کې ۶۹ عملياتترسره کړي دي. (په ۱۹۴۸ کال کې دعربو اواسرائيلو په لومړۍ جګړه کې په ملګرو ملتونو کې دڅار کميټه په منځني ختيځ کې د«اوربند» دنظارت په موخه جوړه شوه. چې تر اوسه هم فعاليت کوي. دم ګړۍ سوله ساته ځواکونو په ۱۶ عملياتو کې په دنده بوخت دي زياتره دغه فعاليتونه دافريقا په وچه کې دي. په دارفور او کنګو کېددغه سازمان ترټولو لوی عمليات ترسره کيږي.
    .روسيه دملکروملتونو تر چتر لاندې ۶۸ تنه پو ځيان او پوليس لري چې درې تن ئي ښځينه دي. روسيه لانجمنو سيمو ته بشري مرستي هم رسوي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی