په ژوندی پڼه خپرونه
    سرګي لوروف

    لوروف: که څوک ترهګر وې- هغه هرځای ترهګردي

    © Sputnik/ Egor Eryomov
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 21 0 0

    دروسيي دبهرنيو چارو وزير سرګي لوروف د(روسيي -۲۴) تلويزوني چينل سره د «نړۍ والو حالاتو ته کتنه » په پروګرام کې دمرکې په ترځ کې دامريکا متحده ايالاتو سره دنننيو اړېکو په اړه پوښتنو ته دځواب ويلو په ترځ کې، دترهګرۍ سره دګډي مبارزي، او په دې باب دګډومعيارونودپراختيا په اړه څرګندوني وکړي.

    لوروف وائي: « که يوڅوک ترهګر وي — هغه په هر ځای کې ترهګر دي. که چيري يوبنسټ پال او سخت دريځ سازمان له يوې خوا ټکول کيږي، او له بلې خوا، کله چې عين افراطي سازمان دبل هېواد دمشر پرضد راپورته کيږي، او دهغه هيواد له خوا هم غير قانوني اعلان شوی وې، دلته نوبيا يواځي سترګي پټوو».
    لوروف دخپلو خبرو په ترځ کې زياته کړه: دم ګړی «اسلامي دولت» دسوريي او عراق په لويه خاوره کې د خلافت اعلان کړي دي. ددوی استازي په ليبيا کې ټاکلي سيمي ترخپلې ولکې لاندې راوستي دي. په لبنان کې هم کړکيچ روان دي، او حتی په افغانستان کې د «اسلامي دولت» استازي را څرګند شوي دي.
    پر یمن دهوائي بمباريوپه نتيجه کې يواځني څوک چې ځپل دريځ ئي غښتلی کړی دي، هغه «القاعده » ده، چې اوس د «اسلامي دولت» سيال بلل کيږي. داډير مشروط دي، دا له دې کبله چې وسله وال کسان له يو جوړښت(سازمان) څخه بل سازمان ته ځي او دا په دې پورې اړه لري چيري څومره پيسي ورکوي.او ځیني نور عوامل (فاکتورونه) هم شته.
    دروسيي دبهرنيو چارو وزير سرګي لوروف وايي دترهګرۍ سره مبارزه بايدديو جامع تحليل پر اساس تر سره سي او دترهګرو سره بايد په محدوده سيمه کې مبارزه وشي.
    دروسيي دبهرنيو چارو وزيرزياته کړه: موږ وړانديز وکړ چې دملګرو ملتونو دامنيت شورا تر سرپرستۍ لاندې بايد ټول ګواښونه او خطرونه وڅيړل شي. او دنړيوالې بسيا ټولنې دجوړولو په موخه ګډ او هماهنګ شوي دريځونه ونيسواو عملي کړو.تر څو دليبيا غوندې پيښه يو ځل بيا تکرار نه شي، داځکه چې دملګرو ملتونو دامنيت شورا دپريکړې څخه سرغړونه وشوه، پړ دغه هېواد باندې بمبارۍ وشوي، تر څو رژيم بدل شي.نو له دې کبله ئي دملګرو ملتونو دامنيت شورا دپريکړې خلاف مخالفين وسله وال کړل، چې په پائيله کې په مالي اويوشمير نورو هېوادونو کې ئي ستونزي رامنځته کړې. دقانوني حکومت پر ضد ئي وسله واله جګړه پيل کړه، او دملګرو ملتونو دبنديزونو خلاف ئي مخالفينو ته وسلې ورکولې تر څو د معمرالقذافي حکومت نسکور کړي.
    داسي بايد نه واې شوي ، موږ بايد خپل ګډ دښمن او ګډ خطر ته پاملرنه وکړو. يو چاته له دې کبله اجازه شته، چې هلته داسي يورژيم حاکم دي، چې دلويديځ له پلوه دلاس ورکولو وړ نه دي. او په بل خای کې بيا اجازه نشته له دې کبله چې هلته ديکتاتوري رژيم په واک کې دي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی