په ژوندی پڼه خپرونه
    په تایلند کی د ترافیکی پیښی له کبله دوه تنه وژل شوی او ۱۳ تنه نور زیانمن شوی دی

    په تایلند کی د ترافیکی پیښی له کبله دوه تنه وژل شوی او ۱۳ تنه نور زیانمن شوی دی

    © Photo/ Vitaly Tsupko
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 54 0 0

    د تایلند د ناکخو پاتچاسیما په سیمه کی چی د پلازمینی بنکاک څخه دوه سوه کیلومتره لری واټن کی ده، په یوی ترافیکی پیښه کی چی شپږ موټرونه په کی یو بل سره تکر شول، دوه تنه وژل شوی او ۱۳ تنه نور وګړی زیانمن شوی دی.

    د « ریا نووستی » خبری آژانس خبر ورکوی؛ چی یو پیکأپ موټر چی ډیر ګړندی روان وو د بل پیکأپ موټر سره چی له ده مخکی روان وو، ټکر شو چی په پایله کی مخکینی موټر د سرک بل لور ته واوښت او را روان موټر سره مخامخ ټکر شو او بیا دری نور موټرونه هم د ټکر شوو موټرونه سره ټکر شول. د پیکآپ موټر او د بل موټر چلونکی د مخامخ ټکر له کبله ځای پر ځای وژل شوی دی او په ټکر شو موټرونو کی ۱۳ تنه نور خلک ټپیان شوی چی د دریو نورو روغتیا حالات د اندیښنی وړ دی.

    په دغی ترافیکی پیښه کی د بهرنیو وګړو شتون په هکله خبر کی څه ویل شوی نه دی.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی