په ژوندی پڼه خپرونه
    روسیی ملګرو ملتونو ته هغه پلان وړاندی کوی، چی له مخی به یی په افغانستان کی تر ۲۰۲۱ ز- ل کال پوری د نشه یی توکو تولید له منځه ولاړ شی

    د امریکا د حضور په ترځ کی په افغانستان کی د نیشه یی موادو تولید پنځوس برابره زیات شوی

    © REUTERS/ Parwiz/Files
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 34 0 0

    په نیشه یی موادو د ښځو او ماشومانو د ورځ په ورځ زیاتیدونکی روږدیتوب ستونزه ډیره د اندیښنی وړ خبره ده.

    په افغانستان کی د امریکا د جنګی عملیاتو له پیل څخه د نیشه یی موادو تولید پنځوس برابره زیات شوی او د هغه زیاتیدل دوم لری. په دی هکله د روسیی د نیشه یی موادو د کنترول اداری خبر ورکړی.
    د روسیی د نیشه یی موادو د کنترول د فدرالی اداری مشر ویکتور ایوانوف په دی باور دی چی د یوریشیا او د مرکزی اسیا لپاره عمده ستونزه په افغانستان کی د نیشه یی موادو تولید رامنځ ته کوی چی ظرفیت یی د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر په ۷ نیټه د «نه ماتیدونکی ازادی» د جګړه ایزو عملیاتو د پیل له وخته پنځوس برابره زیات شوی دی.
    د یادی شوی اداری د معلوماتو سره سمُ په ۲۰۱۴ کال کی د کوکنارو د کښت ساحه ۲۲۴ زره هکتاره ته رسیدلی وه چی په تاریخ کی بی ساری شمیرل کیږیږ ایوانوف زیاته کړه: ټول نړیوال کارپړوهان په دی هکله په یوه نظر دی او هغه دا چی د نړیوالی ټولنی د اوسنی بی تفاوته دریځ په صورت کیه به په دی هیواد کی د نیشه یی موادو د تولید وده په راتلونکو کلونو کی په دی هیواد کی دوام ومومی.
    د افغانستان د نیشه یی موادو سره د مبارزی پخوانی وزیر جنرال خدایداد (۲۰۰۸ — ۲۰۱۰ کال) د Sputnik رادیو له دری څانګی سره په مرکه وویل چی په اوسنی حالت کی د شانګهای د همکاری سازمان د افغانستان د اقتصاد په بیا رغونه کی مهم رول لوبولی شی او باید د هغه له توان څخه د نیشه یی موادو له افغانی ترافیک سره په مبارزه کی فعاله ګټه واخیستل شی:

    باید زیاته کړو چی په نیشه یی موادو د ښځو او ماشومانو د ورځ په ورځ زیاتیدونکی روږدیتوب ستونزه ډیره د اندیښنی وړ خبره ده. خواشینی کوونکی احصایی دا مطلب تائیدوی. د افغانستان د نیشه یی موادو سره د مبارزی وزارت خبر ورکوی چی اوس مهال په افغانستان کی په نیشه موادو روږدی یو میلیون و ۶۰۰ زره کسان موجود دی. د ۲۰۱۲- ۲۰۱۴ کلونو څیړنی ښیی چی له دغی جملی یوه دریمه برخه روږدی کسان ماشومان او ښځی دی.
    په نیشه یی موادو د روږدو کسان بله زیاته ډله هغه ځوانان دی چی په بهر کی د کارکولو په وخت کی د نیشه یی موادو په استعمال روږدی شوی دی. دا ټکی د افغانستان د نیشه یی موادو سره د مبارزی د وزارت نیشه یی موادو ته د تقاضا د کمولو د ریاست مشر محمد ناصر شریفی د Sputnik رادیو له دری څانګی سره په مرکه کی څرګند کړ.
    شریفی وویل، لکه څرنګه چی په نیشه یی موادو یوه ځوان روږدی ما ته وویلُ په ایران کی د سخت کار او د کار تر اوږدی ورځی وروسته د چرسو څکول د ده د روحی ارامی یوازینی وسیله وهو ده تل چرس څکول او د ده په اند یی بله چاره نه درلوده.
    د افغانستان ګاونډیان نه یوازی په نیشه یی موادو د افغانی روږدو کسانو د ورتګ له ستری څپی، بلکی د نیشه یی موادو له قاچاق څخه رنځ وړی. د Sputnik رادیو له فارسی څانګی سره په مرکه کی د بین المللی چارو، پاکستان، هندوستان او افغانستان او د هند د نیمی وچی د مسالو کارپوه پیرمحمد ملازهی په دی هکله خپل نظر داسی څرګند کړ:


    اړیکه ټینګوونکی:

    دمخدره توکو سره دمبارزي دروسيي دفدرالي خد ماتو دادارې رئيس ايوانوف: افغانستان بايد د شانکهای دسازمان غړی سي
    د شانګهای ټولنی او ملګرو ملتونو په افغانستان کی د حالاتو په هکله د معلوماتو د راکړی ورکړی بهیر یی ګړندی کړی دی
    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی