په ژوندی پڼه خپرونه
    تاجکستان

    په تاجکستان کې د خپلوانو تر منځ نکاح

    © Sputnik/ Valery Yarmolehko
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 17110

    د تاجکستان په یو لړ سیمو کې د خپلوانو تر منځ د نکاح تړلو دویم عامل د پیړیو په اوږدو کې منځ ته راغلې دود هم ګڼل کیږي .

    د خپلوانو تر منځ د وادونو کول ، دا هغه پرابلم دي چې د تاجکستان ټولنې پدې وروستیو کې ورسره مخامخ شوی دي. یو کال پخوا د تاجکستان د پارلمان څو غړو د قانون د داسې مسودې پر چمتو کولو لاس پورې کړ ، چې د دغو وادونو پر سرته رسولو کې د بندیزونو لګول په پام کې لرل. خو دغه لاسوند هم هغسی د بحثونو په پړاو کې پاتې شول. قانون جوړونکو ونشو کولای چې د دغې فیصلې په هکله یوې نظریې ته ورسیږي.
    د تاجکستان ولسمشر « امام علی رحمان » آن د جنوری په میاشت کې په خپله وینا کې په همدې اړه نیوکې وکړ ، او د خپلوانو تر منځ د وادونو د کولو پر منفی اړخونود غږیدو په ترڅ کې وویل چې خلکو ته د هغو ممکنو جنیتیکی ګواښونوپه هکله چې د دغو نکاحو د تړلو له کبله رامنځ ته کیږې باید خبرتیا ورکړای شي.
    متخصصین پر دې نظر دي چې په همدې اړه د تاجکستان د مشر وینا ، د دولت چارواکو تر اغېز لاندې راوړ چې د دغه پرابلم په هکله ژور فکر وکړي.
    څرګنده ده چې په تاجکستان کې هر دریم نکاح د خپلوانو تر منځ تړل کیږي. د تاجکستان یوې ټولنپیژندونکې « دلارام حیدروا » په همدي اړه د خپل نظر د څرګندولو په ترڅ کې داسې وایی:
    زه داسې کورني پیژنم چې څلور ماشومان لري او هغوی ټول ړوند ،کاڼه او یا ګونګ دي. یوه یا دوې نه ، بلکې د داسې کورنیو ټولو ماشومانو یې لومړۍ درجه معیوبین ګڼل کیږي.
    بیا هم د داسې پیښې، پیښیدل هم دغو خلکو ته د دې خنډ نشی کیدای چې له خپلو نیږدې خپلوانو سره واده وکړي.
    « دلارام حیدرووا » زیاتوی: دغه پرابلم شته. د شوروی اتحاد ۷۰ کلن قدرت هم نشوکولای چې دغه پرابلم حل کړي. او نن هم چې د تاجکستان ځوانانو ته د کورنیو د جوړولو په خاطر یو څه خپلواکۍ ورکړ شوی بیا هم دغه پرابلم په خپل ټول قوت په ټولنه کي پاتې دي.
    متخصصین وایی: دا به یو ډیر پیچلې کار وي چې ثابت شي چې نن په تاجکستان کې د خپلوانو تر منځ څومره نکاحو تړل کیږي. پدې هکله دقیق ارقام هیڅکله ندې وړاندې شوی.
    څیړونکو د خپلو وروستیو څیړنو پر بڼسټ یوازي تقریبي ارقام وړاندې کوي. « دلارام حیدرووا » زیاتوي:
    زما په فکر په اساني ویلای شو چې نن په تاجکستان کې هر۳۵- ۴۰ نکاحو چې تړل کیږي د خپلوانو تر منځ نکاح دي. دا د دولتي مقیاس پرابلم دي.
    کارپوهان د« هم وینو» تر منځ د نکاح تړلو یو څو عوامل په ګوته کوي. لومړي دا چې د تاجکستان ډیرې سیمې د بیلګې په ډول د« زرافشان درې » له ګڼ نفوسو مرکزونو څخه ډیر لیرې پراته دي. او دغه مسله د دغه ځاي د اوسیدونکو د ګوښه توب سبب ګرځي.
    د هیواد په یو لړ سیمو کې د خپلوانو تر منځ د نکاح تړلو دویم عامل د پیړیو په اوږدو کې منځ ته راغلې دود هم ګڼل کیږي.
    خو د تاجکستان په نورو سیمو کې د خپلوانو تر منځ د وادونو کول قبیلوي عوامل لري. پښت تر پښت خلکو د خپلو کورنیو شتمنۍ زیاتوي او دوی نه غواړي چې د دوی له دغو شتمنیو سره د نورو کورنیو شتمنۍ هم شریکې شي. له همدې کبله دوی د خپلوانو تر منځ د نکاحو تړل ښه ګڼي.
    څیړونکې په دې باور دي چې د بندیزونو په لګولو د دغه پربلم حل نشی پیدا کیدای. دوی د دې وړاندیز کوي چې د خلکو په منځ کې دتنویري چارې په تر سره کولو کې ښايي د مسلې حل پیدا شي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی