په ژوندی پڼه خپرونه
    روسیه د چټک غبرګون ځواکونه جوړوی

    روسیه د چټک غبرګون ځواکونه جوړوی

    © Sputnik/ Vitaliy Ankov
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 119 0 0

    په نژدی راتلونکی کی به په روسیی کی د چټک غبرګون ځواکونه رامنځ ته شی

    د « اینتر فاکس » خبری آژانس خبر ورکوی، چی د روسیی د پوځی پراشوتی ځواکونو قوماندان ولادیمیر شامانوف ویلی، چی د چټک غبرګون پوځی قطعی به د پراشوټی پوځی ځواکونو په چوکاټ کی جوړی شی. په خبر کی زیاته شوی چی د چټک غبرګون ځواکونه به خپلی دندی هم په خپلواکه توګه او هم د پیاده ځواکونو سره یو ځای تر سره کوی.

    شامانوف د دغو ځواکونو جوړول د نن ورځی پوځی غوښتنو سره وتړل او ویی ویل؛ چی اوسمهال حبهیی جګړی نشته او ډیرو وسله والو پوځیانو راغونډولو ته اړتیا نه لیدل کیږی.

    د چټک غبرګون د ځواکونو جوړولو لپاره د هری پوځی پراشوټی فرقی په چوکاټ کی د دریم کنډک په جوړولو سره د دغو فرقو د پراختیا وړاندیز شوی دی، د پام وړ ده چی اوسمهال په یادو فرقو کی دوه کنډکه شتون لری.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی