په ژوندی پڼه خپرونه
    د « اسلامی دولت » دوه رژیسوران وژل شوی دی

    د عراق د بهرنیو چارو وزارت: د « اسلامی دولت » دوه رژیسوران وژل شوی دی

    © AFP 2016/ Ali Al-Saadi
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 64 0 0

    د عراق په لویدیځ کی د انبار په ښار د هوایی بمباریو په پایله کی د « اسلامی دولت » د ترهګری ډلی دوه رژیسوران وژل شوی دی. په دی هکله خبر د « العربیه » ټلویزیونی کانال د عراق د کورنیو چارو وزارت په حواله خپور کړی دی.

    د دغه هوایی برید په پایله کی د وژل شوو لسګونو تروریستانو په جمله کی یو تن چی « ابو محمد سوری » چی خلکو د « ابو سوری » په نامه پیژاند او بل « ابو سامه الامریکی » چی د « اسلامی دولت » د ډلی تبلیغ لپاره یی د اعدام په سزا د محکومینو ډیری سخت ويډو فلمونه جوړول، شامل وو.

    د عراق د کورنیو چارو وزارت خبر ورکوی، چی دغه هوایی برید د عراق هوایی ځواکونو تر سره کړی دی،. په خبر کی زیاته شوی، چی د دغه برید په پایله کی ټول ټال ۲۸ تنه ترورسیتان وژل شوی او په لسګونو تنه نور ټپیان شوی دی.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی