په ژوندی پڼه خپرونه
    لاوروف په دی باور دی، چی د « اسلامی دولت » پر ضد مبارزه باید د ملګرو ملتونو په چوکاټ کی تر سره شی

    لاوروف په دی باور دی، چی د « اسلامی دولت » پر ضد مبارزه باید د ملګرو ملتونو په چوکاټ کی تر سره شی

    © Sputnik/ Sergei Kuznetsov
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 75 0 0

    د روسیی د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف وویل، چی د « اسلامی دولت » پر ضد مبارزه کی د ایتلاف سره مخالف نه دی، خو دغه کار باید د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په چوکاټ کی تر سره شی.

    د روسیی د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف« بلوم بیرګ » د ټلویزیونی کانال سره د مرکی پر مهال وویل؛ چی « مونږ د هغه کار پلوی کوو چی په نړیوال قانون کی اساسی وی. مونږ د ایتلافی ځواکونو د عمل سره مخالف نه یو، ځکه چی تروریستان ځپی، خو د دغی ډلی پر ضد د مبارزی ښوونتیا د دغی ایتلاف د جوړیدو مخکی هم موجوده وه». دغه څرګندونی سرګی لاوروف د هغی پوښتنی په ځواب کی وکړی: چی د چهار شنبی په ورځ د یاد ایتلاف د غړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کی ولی د روسیی استازی نه دی یاد شوی.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی