په ژوندی پڼه خپرونه
    په هند کې دسيلانانو بيړۍ ډوبه شوه

    په چين کې يوه بيړۍ چې سيلانيان پکې سپاره ول ډوبه شوي ده

    © AFP 2016/
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 35 0 0

    د سيلانيانو يوه بيړۍ د دوشنبي په ماښام د يانګچي په سيمه کې ډوبه شوی ده. په دغه بيړۍ کې ټول ۴۵۸ تنه سپاره ول. زياتره وژل شوي کسان سيلانيان دي. ددې ترڅنګ دکروز دشرکت استازي او دبيړۍ عمله هم دوژل شوو کسانو په جمله کې دي.

    دغه بيړۍ د نينکينا څخه د چونتزي پر لور روانه وه. د سيلانيانو بيړۍ چې د «ختيځ ستاره» په نامه ئي شهرت درلود، دننکينا څخه د چونتزيچې چې دهيواد تر ټولو لوی سيند دي روانه وه. پیښه ددوشنبي يه شپه په ځائي وخت ۲۸-۲۱ رامنځته شوی ده. اوس دپيښي د پلټني عمليات روان دي. دهوا دخرابوالي له امله دژغورنده کارکونکو ډلې کار ستونزمن شوی دي. دپيښي په سيمه کې تيز باد داورښت سره يو ځای جريان لري. تراوسه پورې ژغورنده ټيم وکولای سول ۲۰ تنه له اوبو راوباسي. دامطلب ايتار تاس ور کړی دي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی