په ژوندی پڼه خپرونه
    انتراکس

    امريکا کاناډا ته هم دانتراکس ميکروبونه ليږلې دي

    © AP Photo/ Victor R. Caivano
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 48 0 0

    د امريکا متحده ايالات دې پائيلي ته رسيدلې چې دانتراکس ژوندی ميکروب ئي نه يواځي جنوبي کوريا او استراليا ته ليږلی، بلکې دغه ميکروب ئي کاناډا ته هم ليږلي دي.

    څه موده مخکې د امريکا متحده ايالاتو په تيروتنه کې جنوبي کوريا ته دانتراکس ميکروب دليږلو له کبله بخښنه غوښتي وه. دامريکا متحده ايالاتو ددفاع وزير اشتون کارتر وويل چې په دې اړه ئي دتحقیقاتو دپائيلي په اړه سيول ته خبر ورکړی وو. او ګرم کسانو ته به سزا ورکړل سي. څو ورځې مخکې امريکائي پوځيانو خبر ورکړ دانتراکس ژوندي ميکربونه ئي په تيروتنه دامريکا ۹ لابراتوارونو او سهيلي کوريا ته ليږلي دي. ددغې پيښي په اړه څيړنې روانې دي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی