په ژوندی پڼه خپرونه
    د روسیی ولسمشر ولادیمیر پوتین چین د خلکو جمهوریت ولسمشر سی ځین پین ته د خپلی خواشینی مراتب څرګند کړل

    ولادیمیر پوتین په یوی ډوبی شوی بیړی کی د خلکو د مړینی له کبله سی ځین پین ته د خپلی خواشینی مراتب څرګند کړل

    © Sputnik/ Michael Klimentyev
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 7810

    د روسیی ولسمشر ولادیمیر پوتین د « یان څزی » په سیند کی د ډوبی شوی بیړی د سپرلیو او د بیړی د عملی د مړینی له کبله د چین د خلکو د جمهوریت ولسمشر سی ځین پین ته د خپلی خواشینی مراتب څرګند کړل.

    د « ریا نووستی » خبری آژانس د کریملن په حواله خبر ورکوی، چی « د روسیی ولسمشر ولادیمیر پوتین په بیړی کی د مړو شوو خلکو خپل او خپلوانو ته د خپلی خواشینی مراتب څرکند کړی او ټپیانو ته یی زر تر زره د ښی روغتیا هیله څرګنده کړی ده».

    د وروستیو خبرونو له مخی ویل کیږی، چی د « یان څزی » په سیند کی د ډوبی شوی « ختیځ ستوری » په نامه بیړی کی د مړو شوو خلکو شمیر ۱۴ تنو ته رسیدلی دی.

    د ویلو وړ ده، چی د چین د ترانسپورت وزارت خبر ورکړی، چی د پیښی پر مهال په بیړی کی ۴۵۶ تنه، چی له دوی څخه ۴۰۵ تنه سپرلی او ۴۶ د بیړی عمله وه ، موجود وو.

    نښی
    ولادیمیر پوتین
    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی