په ژوندی پڼه خپرونه
    دامريکا دملي امنيت ودانۍ

    د امريکا دولت د ملي امنيت اژانس د وګړود څار پروګرام اوږد کړ

    © AP Photo/ Patrick Semansky, File
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 50 0 0

    د امريکا متحد ايالاتو سناتورانو په يوه ځانګړۍ غونډه کې د امريکا متحد ايالاتو دازادۍ قانون تصويب کړ – قانون چې د ځانګړو ارګانونو دفعاليت موده نوره اوږده شوه او ترمخې ئي دغو ارګانونو ته صلاحيت ورکول کيږي، دامريکا دوګړو تلفونې معلومات (مکالمات) راغونډ کړي.

    البته په دغه قانون کې يولړ تغييرات او تعديلات راغلي دي. واشنګټن پست ورځپاڼه وائي چې ددغه قانون په تصويب کې ۶۷ سناتورانو د تائيد رايه او ۳۲ تنو مخالفه رايه کارولې ده. دسنا دمجلس دتصويب څو ساعته وروسته دامريکا متحد ايالاتو جمهوررئيس بارک اوباما هغه توشيح کړ.
    ددغه سند له مخې اوس دامريکا دوګړوټولي تلفوني مکالمي به دملي امنيت داژانس څخه د تيلې کمونيکشن کمپنۍ ته ليږدول کيږي. او دغه معلوماتو ته دامريکا د ځانګړو ارګانونولاسرسي يواځي دمحکمي دفیصلي پراساس تر سره کيدلای شي.
    ديوشمير کارپوهانو په نظر په دغه سند کې خيني پټ شر طونه هم موجود دي. یو له هغو څخه دادي چې دولت دوګړو په باب دمعلوماتو د راغونډولو دپاره خصوصۍ کمپنيو ته پيسي ورکوي. په قانون کې بل تعديل دادي چې دغه خصوصي کمپنۍ دټولو مسئوليتونو څخه خلاص دي که محکمي حکم هم کړی وې، چې ددوی راټول شوي اطلاعات ناسم دي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی