په ژوندی پڼه خپرونه
    دهند جمور رئيس پرتاب موکرجي

    د هند جمهور رئيس او د سويدن د شاهي کورنۍ غړي د يوې ترافیکې پیښي سره ټکر شوي دي

    © AFP 2016/
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 88 0 0

    د موټرو په هغه کاروان کې چې د هند ولسمشر پراناب موکرجي او د سويدڼ د شاهي کورنۍ غړي پکې سپاره وو، د سويډن په اوپسالا کې د يوې ترافيکي پيښي سره مخامخ شوي دي. په دغه پيښه کې شپږ تنه ټپيان شوي ، او روغتون ته ليږدول شوي دي. موکرجي، شاهزاده ګۍ ويکتوريا، او ددې ميړه شهزاده دانيل ته زيان نه دی اوښتی. دامطلب ځائي رسنيو ورکړی دي.

    پيښه هغه وخت رامنځته شوه، چې د هند ولسمشر دموټرو کاروان د يو ځائي پوهنتون پر لورد وينا کولو په موخه روان وو، دموکرجي د موترو دکاروان څلور موټران سره ټکر شول. دټکر وروسته دموټرو کاروان خپل حرکت ته دوام ورکړ. دامطلب روسيي (لينتا-رو) ورکړی دي.
    هندي مشر درخصتيو په ورځو کې دسويدن دپاچا ۱۶ ګوستاوا په بلنه، سويډن ته درې ورخنی سفرکړي دي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی