په ژوندی پڼه خپرونه
    د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیری مادرید ته خپل سفر وځنډاوه

    جان کری، بایسکل او د جون دیرشمه نیټه

    © AP Photo/
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 55 0 0

    ښاغلی کری په سویس کی پر بایسکل د چکر په وخت کی ولویده او پښه یی ماته شوه

    د ایران د اتمی پروګرام په هکله په خبرو کی د امریکا ټیم له تلفاتو سره مخامخ شوی دی. څو ورځی د مخه د خبرو تر پای ته رسیدو وروسته د سیاستوال ویندی شیرمن تر استعفا وروسته د امریکا دبهرنیو چارو وزیر جان کری هم د ټیم له لیکی ووت.
    د یادولو وړ ده چی ښاغلی کری په سویس کی پر بایسکل د چکر په وخت کی ولویده او پښه یی ماته شوه. دا پیښه څو ورځی د مخه د ایران د بهرنیو چارو له وزیر محمد جواد ظریف سره په ژینیو کی د شپږګونو خبرو په چوکاټ کی د جان کری تر خبرو وروسته رامنځ ته شوه. دا روښانه ده چی هیڅوک دا دوه پیښی یو له بل سره نه تړی. خو داسی ښکار چی له ظریف سره د کری خبری اسانه نه وی.
    په دی هکله چی د جان کری د ممکن غیابت په صورت کی به د خبرو لرلید څه وی، د Sputnik رادیو د فارسی خپرونو له څانګی سره په مرکه کی دIranianPolicy.net د اطلاعاتی — تحلیلی پارتل مبصر سجاد طائری داسی نظر څرګند کړ:

    روسیی په عین حال کی تائید کړه چی له ایران سره د جون په ۳۰ نیټه د موافقی په ترلاسه کیدو حساب کوی. دا ټکی د روسیی د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال سرګی ریبکوف د فدراسیون په شورا کی د وینا په ترځ کی څرګند کړ. ریبکوف وویل: " موږ تر ټاکلی مودی — د جون تر ۳۰ نیټی — د بشپړی موافقی په ترلاسه کیدو حساب کوو چی د ذروی وسلی د نه خپریدو د رژیم په تاریخ کی به په مهم پړوا بدل شی".

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی