په ژوندی پڼه خپرونه
    روسي نن اژانس مشر ديمتري کيسلوف

    د «روسيه نن» داندري ستينن په نامه د سياليو جايزي وويشلي

    © Sputnik/ Aleksandr Natruskin
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 48 0 0

    د اندري استينن د نړيوال انځوريزي خبريالۍ د سياليو کټونکې غوره شول. دجايزو دويشلو غونډه د «روسيه نن » نړيوال اژانس رئيس ديمتري کيسلوف پرانستل او ددغو سياليو دګډون کونکو څخه ئي مننه وکړه.

    په دغو سياليو کې ۵۰۰۰ تنو د ۵۴ هيوادونو څخه ګډون کړي دي. چې په دغو هېوادونوکې روسيه، اروپا ئي هېوادونه ، شمالي او جنوبي امريکا ، افريقا، منخني ختيځ، هند او د جنوب ختيځي اسيا هيوادونه شامل دي. دغه مراسم په بين المللي مطبوعاتي مرکزکې د «روسيه نن»بين المللي اژانس له خوا ديونسکو داداري ترسرپرستي لاندي ترسره شول. په دغو لوبو کې ۵۰ جايزي — ۱۰۰۰ ډالره، ۳۵- ۷۰۰ ډالره، او ۲۵ جايزي —۵۰۰ دالرارزښت لري.
    دلوبې تر ټولو لويه جايزه « ګران-۳» — دايرکوتسک څخه د ځواني پيغلي د «څانګې» په نامه د يولړ انځورونه په نصيب شوه. دغه سيالۍ په دوو پړاونو کې ترسره شول- دلومړۍ دوهم اودريمي درجې ديپلومونه دفرانسي، المان، ايتاليا، پورتګال، پیرو، سلواک، پیرو، چين، سورئي، ايران، اسرائيل، اوروسيي هېوادونو ته ورکړل شول.
    په دغو سياليو کې لومړۍ مقام له فرانسي څخه کورينتين ، فولينله په يواځي سرکار« دمرکزي افريقا دګډوالوژوند» په اړه ګټلی دي، او کريستينا براژينکا له روسيي څخه دهغه سريال له امله چې «مور هرڅه ته اړتيا لري»په برخه شوی دي. «ننني ستونزي»: الکسي لوشيلوف له روسيي څخه، په يواځي سر کار په « موزيم کې ګرځېدنه»، الينا اناسووي (روسيه) «څانګې» «ورځنۍ ژوند» ، کريستينابراژينکوا(روسيه) په يواځي سر کار «تمرين» او عادل پازيار(ايران) ګټلي دي.
    دپای لوبو ۱۱ تنو ته له روسيي، بنګله ديش، چين، او اسپانيا دلوبو ځانګړۍ جايزي ورکړل شوي دي.
    . دلته stenincontest.ru. تاسو دانځورونو نندارتون او داندرې ستينن انځورونو چې د ۲۰۱۴ کال په اګست کې داوکراين په جنوب ختيځ کې ووژل شو. د ۲۰۱۵ کال په مني کې به په مسکو کې نندارې ته وړاندې سي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی