په ژوندی پڼه خپرونه
    بریتانیا

    د بریتانوی استخباراتو ان –لاین فعالیتونه

    © Fotolia/ Coloures-pic
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 79 0 0

    دولت کولای شي چې د انټرنیټ له لارې د ټولو شکمنو وګړو له فعالیتونو څخه څارنه وکړي .

    د بریتانیا حکومت د هغو اقداماتو او قانونی مسوودو نوملړ چمتو او خپور کړی دي چې غواړي د خپل پنځه کلن کار په موده کې یې تصویب کړي.
    دغه مسوده په انټرنیټ کې د اطلاعاتو د راټولولو په خاطر د انګلستان د پولیسو او د خاصو دندو د سازمانونو، تحقیقاتی قابلیتونه زیاتوي. په دې توګه هغوی کولای شي چې د انټرنیټ له لاری د ټولو شکمنو کسانو پرکاری فعالیتونو څارنه وکړي.
    تر ټولو دمخه تروریستان او هغه وګړې تر تعقیب لاندي نیول کیږي چې د دغو جنایتونو د سرته رسولو شک پرې کیږې.
    په «2012م » کال کې د بریتانیا د کورنیو چارو وزیرې «تیریزا مۍ » د دې هڅه وکړه چې د قانون داسې مسوودې تصویب کړي چې د هغې پربڼسټ ، د انګلستان استخباراتو ته د انټرنیټ کارونکو پر فعالیتونو باندې بشپړ لاسرسۍ ورکول کیدل.
    خو دغه قانون تصویب نه شو.هغه وخت لیبرال — دیموکرات ګونډونه چې په دولتی ایًیلاف کي له محافظه کارانوڅخه یې ملاتړ کاوه ، د دغه قانون د تصویبولو پر ضد یې مخالفت وکړ.
    خو اوس چې محافظه کارانو په وروستیو پارلماني ټاکنو کې اکثریت ځایونه نیولې دي د دغه سند تصویبیدل به ډیره اسانه شي.
    کارپوهان اندیښنه لري چې د دغه سند تصویبیدل به د هیواد د وګړو له ژوند څخه بشپړه څارنه تاُمین کړي.
    د open rights Group د سازمان اجریًیه مدیر وویل: دولت غواړي له همدې نه هم وړاندې لاړ شي او له هغو ټولو اطلاعاتوڅخه چې د پولیسو او یا هم د دولتی مخابراتو د مرکز « چي د امریکي د متجده ایالاتو استخباراتي ادارې ته ورته سازمان دي » له خوا ساتل کیږي ، د دې په خاطر پراخه استفاده وکړي تر څو د هیواد د وګړو له ژوند څخه بې له دي په پام کې نیولو سره چې هغوی د جزايي فعالیتونو پر سرته رسولو شکمن وی او یا نه، څارنه وکړي.
    باید وویل شي چې د مارچ په میاشت کې د انګلستان د استیناف محکمې داسې فرمان صادر کړ چې د Safari د لټونې سیستم کاروونکې ته اجازه ورکوی چې پر Googl باندې د مقرراتو د ماتولو په خاطر شکایت وکړي.
    د Googl کمپنۍ وکړای شول چې د نهو میاشتو په موده کې له 2011-2012 کلونو پورې د دغه سیستم د کاروونکو پر فعالیتونو څارنه وکړي ، او دا معلومه کړي چې هغوی له کومو سایټونو څخه زیاته استفاده کوي.
    په امریکا کې د Googl کمپنی د دغو مقرراتو د ماتولو په خاطر 40 میلیون دالر جریمه ورکړه.

    نښی
    روسیه
    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی