په ژوندی پڼه خپرونه
    ارمات  محاربوي ماشين

    چين اوهند علاقه لري له روسيي څخه «ارمات» وپلوري

    © Photo/ Ministry of Defence of the Russian Federation
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 19610

    چين، هند او د سهيل ختيځي اسيا هېوادونه علاقه لري دروسيي نوي تسليحات له هغې جملي ټانک او محاربوي ماشينونه چې عامل سيستم ئي "Armata" دي، وپلوري.

    دامطلب دروسيي دولسمشر سلاکار ولاديمير کوژين څرګند کړی دي. ده ډاډ څرګند کړ چې نوی تخنيک به لومړی دروسيي اردو ترلاسه کړي. کارپوهان په دې عقيده دي چې اوس روسيه بهرنيو هېوادونو ته دخپلو وسلو په ليږلو کې دچټکتيا څخه کار اخلي.
    .
    په پوځي او تخنيکي همکاريو کې دروسيي دولسمشر سلاکار ولاديمير کوژين وائي چې په مسکو کې دبري د اويايمي کاليزي په وياړ درسم ګذشت په مراسموکې يوشمير بهرنيانودروسيي دنوي وسلو اوتخنيک څخه خپله علاقه په ډاګه کړه.
    «د نوی تخنيک سره علاقه ښودل، دايو نوی تخنيک دي. دغه هيوادونه زموږ سنتي انډيوالان دي، لکه هند، چين، او سهيل —ختيځي اسيا هېوادونه»- دامطلب (ايزويستيا) د کوژين له قوله ورکړی دي. ده زياته کړه چې رانيونکې هېوادونه دروسيي دپلي محاربوي ماشينونو ، ټانکونه چې د «ارامات» په پلاتفورم جوړ شوي دي زياته علاقه لري.
    دروسيي دولسمشر سلاکار وائي چې ټولي نوي وسلي او پوځي تجهزات لومړۍ دروسيي داردو په تشکيل کې ځای پرځای کيږي اووروسته بهرنيو هېوادونو ته ورکول کيږي.
    .ديادوني وړ ده چې په ۲۰۱۵ کال کي دبري دجشن په رسم ګذ ‌شت کې نوي موډل وسلي اوتځنيک ننداري ته وړاندې شو له هغې جملي د "بومرنگ" زرهپوشونه، د"Kurganets" محاربوي ماشينونه، د "Typhoon" زرهپوشونه او د"Armata" ټانکونه او محارپوي ماشينونه.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی