په ژوندی پڼه خپرونه
    اسکاندیناوی بيرغونه

    په اسکاندیناوی هېوادونو کې په ډير شدت د «اسلامي دولت» ليکو ته کسان استخداميږي

    © Flickr/ Nicolas Raymond
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 46 0 0

    د سويدن په يوشمير جوماتونو کې «اسلامي دولت» ليکو ته ځوانان استخداميږي.

    په دې ورستيو وختو کې ۴۵ کلن سويد ني ونيول شو، وروسته معلومه شوه چې نوموړی دمسلمانانو دجومات ملا امام دي. دامطلب سويدنې رسنۍ (Aftonbladet, Fria Tider)څر ګند کړی دي. د نوموړۍ په اړه اوس تحقيقات روان دي. د ابتدائي معلوماتو پراساس دغه جګړ مار امام دموعظي ډپاره په جوماتونو ګرځيدلی دي. او دده دهڅو په نتيجه کې ډيري ځوانان دترورستي سازمان په ليکو کې منسجم شوي دي. دا لومړۍ پيښه نه ده چې پوليسو په سويدن کې «اسلامي دولت» ته داستخدام تنظيموونکی نيسي.
    . ددې پیښي ترڅنګ رسنيو دسويدن ددريو نورو وګړو چې يوه ئي نجلۍ ده. څو ځله هڅي کړي، دترکيي له پولې څخه تير سي او د«اسلامي دولت» په ليکو کې داخل سي. خو د ترکيي حکومت دغه کسان دوه ځله له خپلي خاوري بيرته سويډن ته واستول. دسويدني پوليسو دوړاندویني له مخې په ترکيه کې داسي کسان موجود دي چې په دې چارو کې ددغو کسانو سره مالي مرسته کوي. په تيرو څو مياشتو کې دسويدن يوشمير وګړي داسلامي دولت سره ديوځای کېدو او د جګړي په موخه تللي دي. دپوليسو دمعلوماتو له مخې ددوي شمير اوس ۳۰۰ کسانو ته رسيږي.
    .
    تراوسه پورې په اسکاندیناوی هېوادونو کې تر ټولو زيات سويډن له دغې ستونزي څخه ډير رنځ وړي. بل هېواد چې دغه جنجال لري هغه دفنلند هېواد دي. دفنلند دامنيتي پوليسو دمشر توماس پورتانکروا په خبره، په فنلند کې په ډيره ازاده پراخه اوعمومي توګه «اسلامي دولت» سره ديوځای کېدو بلنه ورکول کيږي.
    « دایمان مبارزين» خيني وختونه په لارو او کوڅو کې ترسترګو کيږي.
    . دفنلند دامنيتي پوليسو دمعلوماتو له مخې د فنلند وګړي چې عراق اوسورئي ته تللي دي، شمير ئي تر ۶۰ تنه زيات دي. په دغه ډله کې مهاجرين او دفنلند وګړي شامل دي.
    .دفنلند امنيتي پوليس وائي په فنلند کې ډ «اسلامي دولت» جنګيالي زموږ دهېواد دپاره ستر ګواښ دي. پوليس غواړي ددغو کسانو سره خبري وکړي ،خو هغوي دفنلند دچارواکو سره خبرواترو ته چمتوالی نه ښيئ.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی