په ژوندی پڼه خپرونه
    پاکستاني توغندی چې اتومي وسله انتقالولای سي

    پاکستان سعودي عربستان ته اټومي وسلي نه ورکوي

    © AP Photo/ Anjum Naveed
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 61 0 0

    د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت مرستيال عزيز احمد چودري هغه ګونګوسي رد کړي، چې ګواکي سعودي عربستان ته دهغه هېواد له خوا دسترو اقتصادي مرستو په بدل کې آټومي وسلي ورکوي.

    ده دامطلب په واشنګټن کې ژورنالستانو ته څرګند کړی دي. دده په خبره « دپاکستان اټومي پروګرام دهيڅ يو هېواد سره تړاو نه لري.» « پاکستان د سعودي عربستان سره داټومي مسئلي پر سر دسعودي عربستان سره خبري نه دی کړي» دامطلب دپاکستان دبهرنيو چارو مرستيال وزير څرګند کړی دي. دده په خبره په رسنيو کې ددغه خبر خپريدل « مطلقآ هيڅ حقيقت نه لري».
    تر دې مخکې برتانوي ورځپاڼي (سنډي ټايمز) يوه مقاله خپره کړي وه ، اوتائيد کړي ئي وه ، چې د پاکستان او سعودي عربستان ترمنځ داسي موافقه شوی ده «کچيري ډير ضرورت رامنځ ته شي » پاکستاني دولت به سعودي عربستان ته دخپل اټومي ارسنال يو برخه ، دوړيا تيلوپه بدل کې ورکوي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی