په ژوندی پڼه خپرونه
    دبشرۍ حقونو بين المللي فعالانو دامريکا او برتانيا دملي امنيت دارګانونو پر کار نيوکې وکړي

    دبشرۍ حقونو بين المللي فعالانو دامريکا او برتانيا دملي امنيت دارګانونو پر کار نيوکې وکړي

    © AFP 2016/ PAUL J. RICHARDS
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 57 0 0

    د بشري حقونود عفوي نړيوال سازمان او د خوندې کولوبين ا لمللي سازمان مخکښانو دامريکا متحد ايالاتو او برطانيا د ملي امنيت پر کار سختي نيوکې وکړي. دوی خپل دريځونه په يو ګد رپوټ کې دامريکا متحد ايالاتو د (سيا) او د ملي امنيت اژانس پخواني کارکونکې ادوارد سنودن له خوا دمحرمو اسنادو دافشا کېدو ددوهمي کاليزي په مناسبت خپاره کړي دي.

    په دغه سند کې ويل کيږي « د نړيوالې ټولني د محکوميت سره سره» واشنګټن اولندن خپلو جاسوسي پروګرامونو ته په ډاګه دوام ورکوي. دبشرۍ حقونو فعالان وائي چې د امنيتي سرويسونو فعاليت تر اوسه پورې « د راز ترپردې لاندې» پر مخ بيول کيږي. چې محرمو اسنادو ته نه ژورنالستان ،او نه هم ټولنيز استازي لاسرسی لري.
    په دغه سند کې پخپله دسنودن خبري هم رااخستل شوي دي
    هغه شيان چې دولت پرې کنټرول لري، ورو ورو تغيير مومي د هر نوی قانون په تصويبولو او په محکمه کې د برياليتوب له امله ، دغه خبره په ثبوت رسيږي، چې واقيعتونه تر ويري قوي دي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی