په ژوندی پڼه خپرونه
    دفيفا مشر

    د فیفا مرستندویان د یوزیف بلاتیر له استعفا خوښ دی

    © AP Photo/ Martin Meissner
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 55 0 0

    یوازی څو ورځی وروسته تر هغو چی د فوټبال د بین المللی اتحادیی د رییس مقام ته یوزیف بلاتیر یو ځل بیا وټاکل شو، دی له لوبی ووت.

    د فیفا رییس خپله استعفا اعلام کړه او د غیرنوبتی کانګرس د جوړیدو هیله یی وکړه، تر څو د دغه سازمان نوی مشر وټاکل شی.
    نو د یوزیف بلاستیر د بیا ټاکل کیدو او د هغه د استعفا د اعلام تر منځ په څو تیرو شوو ورځو کی د څه شی د پیښیدو امکان موجود دی؟ په زیات ګمان د فوتبال د بین المللی سازمان د پنځم ځل لپاره پر ټاکل شوی رییس زیات فشار موجود دی چی ورځ په ورځ زیاتیده.
    د یوزیف بلاستیر بیا ټاکل کیدل په زیات شمیر رسنیو کی په مفصله توګه څیړل کیدل. د سکای نیوز ژورنالیست د فیفا ریاست ته د یوزیف بلاستیر د بیا ټاکل کیدو په مراسمو او هغه ته د مبارکیو په ویدیو داسی تبصره کړی: بلاتیر مسکا کوی: دی د فیفا په نامه د سوری بیړی کیپتان پاته شوی دی. د ده نوی دوره تر پخوا زیاته جنجالی دوره کیدلی شی.
    د انګلستان د فوتبال د اتحادیی مشر ګریګ دایک د بی بی سی د کارپوهانو په تبصرو کی څرګنده کړه: ده ۱۶ کاله وخت درلود، خو ده اصلاحات تر سره نه کړل. بل ویاند د الجزیره د تلویزیون په خپرونه کی وویل چی په فیفا کی فساد د غوړیدو په حال کی دی.
    د بیزنس د چارو مشاور پیتیر شینکمن خپل نظر داسی څرګند کړ: دی پاتیږی، ځکه پیسی د پخوا په شان راځی. کله چی Nike،Visa، Adidas او یا کوکا کولا له فیفا سره مخه ښه وکړی، زه ضمانت ورکوم چی د هغو مشران به خپل ملاتړی له لاسه ورکړی.
    د HBO ویاند جان اولیویر داسی هیله وکړه: نن به زه زاری وکړم: پریږدی چی بلاستر، د مهربانی له مخی ولاړ شی. زه د دی لپاره هر ممکن څه تر سره کوم. Adidas زه تیار یم ستاسی تر ټولو بد کرمچ په پښو کړم.
    د کوکا کولا د کمپنی استاځی د بلاتیر استعفا مثبت ګام بللی. ادیداس دا کار د دی لپاره چی د فیفا کار روڼ شی، په سم لوری کی ګام بللی. ماکدونالدس باور لری چی د بلاتیر استعفا په دغه سازمان کی پر اصلاحاتو مثبته اغیزه کوی. ویزا په دی نظر ده چی د بلاتیر استعفا د ټولنیز اعتماد د احیا په لور کی لومړی ګام دی، خو زیات کار په وړاندی پروت دی.
    خو د بلاتیر استعفا و نشوای کولای د فیفا امنیت، له هغی جملی د امریکا د فدرالی پولیسو د څیړنو په وړاندی تامین کړی.
    د انګلستان بی بی سی کارپوریشن تر دی عنوان لاندی مطلب خپور کړی: په امریکا کی د فیفا د تلونکی مشر یوزیف بلاتیر په هکله څیړنی تر سره کیږی. د میرور تابلوئید په خپل رسمی سایت کی تر دی عنوان لاندی مقاله خپره کړی ده: په امریکا کی سرچینی خبر ورکوی چی د فیفا مستعفی مشر یوزیف بلاتیر د فدرالی پولیسو له خوا د فساد د دوسیی په چوکاټ کی تر تحقیق لاندی دی. یو بل پارتل لیکی چی جزایی دوسیی بلاتیر استعفا ته اړ کړ.
    ځینی کارپوهانو د RT تلویزیون سره پر بلاتیر د بریدونو په اړوند خپل نظرونه څرګند کړی دی.

    اړیکه ټینګوونکی:

    سرګی لاوروف: فیفا پریکړی ته هیڅ څوک د شک په سترګه نه کوری
    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی