په ژوندی پڼه خپرونه
    Iدهند صدراعظم اينرا مودي

    دګوګل دپلټني سیستم د هند صدراعظم د يو خطرناک جنايت کار په نوملړ کې ثبت کړی دي

    © AP Photo/ Saurabh Das
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 143 0 0

    دګوګل دپلټني سيستم دهند د صدراعظم ناريندرا مودي انځور په تصادفي توګه د هند دلسو جنايتکارانو په ډله کې ځای پرځای کړ. چې دغه موضوع په هېواد کې د لوی شور ماشور سبب شول.

    د هند دلومړي وزير انځور لومړۍ انځور و، چې په هند کې دلسوخطر ناکو جنايتکارانو په اړه دانترنيټي کارونکو دغوښتني پر اساس را څرګند شو دغه خبر په هيواد کې څو ورځي دهند په انترنيټي شبکو کې خپورشو او په ټويټرکې دغي موضوع ډير ملاتړي پيداکړل.
    دګجرات په ايالت کې دصدراعظم وطنوالو، چې دی هلته څلور واره ددغه ايالت دوزيراعظم په توګه ټاکل شوی وو ،دپلتونکې سيستم څخه په سملاسي توګه دمودي دانځور دلرې کولواو دجدي تدبیرونو دنيولو غوښتنه کړي ده او وروسته ګوګل ديوي خبرتيا په ترځ کې دخپلي تيروتني په اړه معذرت غوښتی دي.
    داسي معلوميږي دهند صدراعظم انځور، دجنايت کوونکو سره دعملياتو ددوام په خاطر دده دزياتو ويناګانو له امله د ګوګل په نوملړ کې کې راڅرګند شو. چې دده دانځورونو سره يوخاي په رسنيو کې خپريدل.او همدا دده وينا وي وي چې په پای کې دپلټني په سيستم کې دتيروتني سبب شو.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی