په ژوندی پڼه خپرونه
    په چين کې دبيړۍ دډوبېدو له امله ۳۹۶ تنه وژل شوي دي

    په چين کې دبيړۍ دډوبېدو له امله ۳۹۶ تنه وژل شوي دي

    © REUTERS/ Stringer
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 37 0 0

    درارسيدلو ورستيو رپوټونو له مخې د چين (يانګ تسي) په رود کې د« ختيزي ستارې» په نامه بيړۍ د ډوبيدو له امله د وژل شوو کسانو شمير ۳۹۶ تنو ته رسيدلی دي.

    دامطلب دچين مرکزي ټلويزيون ورکړی دي.
    تر دې مخکې د شينهوا اژانس د ۳۴۵ تنو د وژلو خبر ور کړی وو، په دغه پيښه کې ۱۴ تنه ژغورل شوي دي. دغه پيښه ددوشنبي په ورځ د هوبئی په ولايت کې رامنځته شوي ده. دغه بيړۍ دچين په سهيل لويديځ کې د نانجینگ نه چونگ کینگ پر لور روانه وه. په دغه بيړۍ کې ټولټال ۴۵۶ تنه چې ۴۰۵ تنه مساپر او ۴۶ تنه دبيړۍ عمله وه سپاره ول.ژغورل شوي مساپر وايي چې بيړۍ په ۳۰- ۶۰ ثانيو کې داوبو تل ته لاړه. ډيرو کسانوته دژغورنې دتجهزاتو څخه داستفاده موقع برابره نه شوه.

     

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی