په ژوندی پڼه خپرونه
    داستراليا دبهرنيو چارو وزيره جولي بيشوپ

    د استراليا دبهرنيو چارو وزيره: « اسلامي دولت» دکيمياوي وسلو دجوړولو هڅه کوي

    © AP Photo/ Wong Maye-E
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 41 0 0

    د «اسلامي دولت» ترهګره ډله دکلورين څخه دوسلې په توګه کار اخلي او ددې کار دپاره فني ماهران استخداموي اوغواړي پخپله کيميائي وسلې جوړي کړي. دامطلب د استراليا دبهرنيو چارو وزيره جولي بيشوپ څر ګند کړی دي.

    « کلورين څخه ګټه اخستنه ،او دفني ماهرينو استخدامول، له هغې جملې له لويديخو هېوادونه څخه ، ټول دکيماوي وسلو دپراختيا څرګنوئي کوي»دا مطلب رويټرز اژانس دبيشوپ له قوله ورکړی دي.
    د ې زياته کړه «اسلامي دولت» دامنيت دپاره يو جدي ګواښ دي، چې موږ نن ورسره مخامخ يو.»
    دبيشوپ داډول تبصره په داسي حال کې خپريږي ، چې څه موده مخکې عراقي مقاماتو ويلي وو، چې دوی داسي شواهد په واک کې لري. چې «اسلامي دولت » دجنوري په مياشت کې دعراق په شمال کې دنښتي پر مهال دکلورين دسمي ګاز څخه استفاده کړي ده.
    په ۲۰۱۴ زیږدیز- لمریز کال کی د « اسلامی دولت » پراختیا یوه مهمه نړیواله ستونزه وه ، په ۲۰۱۴ زیږدیز کال کی د « اسلامی دولت » جنګیالیو د عراق او سوریی ډیری سیمی تر خپلی ولکی راوستی دی ، د امریکا د متحده ایالاتو د استخباراتو د اداری د راپور له مخی ویل کیږی چه ، دغه ډله تر ۳۰ زرو تنو پوری وسله وال لری او په نیول شوو سیمو کی د خپل حکومت د « خلافت » اعلان کړی دی. د « اسلامی دولت » پر ضد د مبارزی متحده جبهه نشته ، د عراق او سوریی د دولتونو وسله وال پوځ د یادی ډلی پرضد جنګیږی ، د امریکا په مشری د نړیوال ایتلاف ځواکونه یواځی هوایی بمباری کوی ، د عراق او د سوریی کوردان هم په کی برخه لری. د دغو جګړو په اوږدو کی په زرګونو تنه ولسی وګړی له مینځه تللی ، په سلکونو زره تنه کډوال شوی او ډیر نور هم د « اسلامی دولت » ډلی لخوا یرغمل نیول شوی دی.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی