په ژوندی پڼه خپرونه
    د روسیی نوی الوتکه چی د مسکو څخه استرالیا ته په یو ساعت کی رسیږی

    د روسیی نوی الوتکه چی د مسکو څخه استرالیا ته په یو ساعت کی رسیږی

    © Sputnik/ Mihail Mokrushin
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 105920

    د روسیی پوهانو د داسی الوتکی د جوړولو کار پیل کړی، چی ځانګړتیاوی یی په نړی کی تر ټولو اوسنیو فصایی هوایی الوتکو هم غوره دی.

    د دغی الوتکی ګړندیتوب په یوه ثانیه کی ۴ کیلومتره او د ۲۱ ټنه بار د پورته کولو وړ ځانګړتیا په کی د ځانګړی پام لرنی وړ ده.

    دغه فضایی سیستم کولای شی نوری هوایی الوتکی فضا ته ولیږدوی او بیرته یی ځمکی ته راوړی، له همدی امله کولای شو، چی د «بوران ХХI » په نامه یی هم ونوموو.

    دغه ځانګړی الوتکه کولای شی په نړیواله کچه الوتنی د څو دقیقو په اوږدو کی تر سره کړی، دغه الوتکه کولای شی د روسیی د پلازمینی مسکو څخه تر استرالیا پوری د یو ساعت په اوږدو کی الوتنه وکړی. د خپلی بڼی له کبله چی دغه، الوتکه یی لری، د دوه سره باز په نامه یی هم نومولی شو. دغه بڼه الوتکی ته د دی ښوونتیا ورکوی، چی سپوږمکی، راکټونه او نور اړونده تخنیک په ښه توګه ولیږدوی او نه یواځی فضا ته بلکی د ځمکی په سر هم په ښه توګه الوتکی تر سره کړی.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی