په ژوندی پڼه خپرونه
    پتربورگ

    د «سانکت پیتربورګ ماڼیو» د موسیقي فستیوال

    © Sputnik/
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 33 0 0

    د ماریینسکی تیاتر د « سپینې شپې ستورې » په نامه د موسیقی فستیوال تر اوسه نه دې پایته رسیدلې ، خو د سانکت پیتربورګ ښار یو ځل بیا د موسیقی مینه والو ته د نوی کنسرت د جوړولو بلنه ورکوي .

    د جون تر پایه د روسیی په شمالی پلازمینه کې د « پتربورګ ماڼیو » په نامه د موسیقی ۲۳م بین المللی فستیوال جوړیږي.
    که چیرې د« ماریینسکی تیاتر» د ځلاندو نندارو او یا هم د بالت او اوپرا د کنسرتونو په جوړولو ، او همدارنګه د سیمفونی پروګرامونو په سرته رسولو کې د خلکو حیرانتیا را پاروي ، خو د « پیتربورګ ماڼیو » په نامه فستیوال د موسیقی یوې چڼ شوی مجموعې مینه والو ته وړاندې کوي.
    د فستیوال د اعلاناتو په تختو کې د موسیقی د وړو ډلود کنسرتونو په هکله معلومات وړاندې شوی دي ، او همدا شان د غږیز موسیقی او د موسیقی د مختلفو الاتو د کنسرتونه په هکله ، چې د د ډیرو ځلاندو هنرمندانو له خوا اجرا کیږي هم معلومات لیکل شوی دي.
    په تاریخي او مجللو ځایونو کې د کنسرتونو جوړول د دغه فستیوال عمده ځانګړتیا ګڼل کیږي. د بیلګې په توګه دا کفایت کوی چي له داسې ځایونولکه « د میخایلوفسکي کلا ، په څارسکایا سیلو کې د ایکاترینې ماڼۍ او د سمولنې له جامع کلیسا » څخه یادونه وکړو.
    په تاریخی ځایونو او اشرافی ماڼیو کې په ژوندي بڼه د کلاسیکې موسیقی د کنسرتونو جوړول ، د ښار له روحیی سره دومره برابره وخوت چې د دغه فستیوال جوړیدل ، د ښار د کلتوري ژوند یوه مهمه پیښه تلقی شوه.
    سر بیره پر دې نامتو ویلون غږوونکې « ماریا سفرانیڅ » چې په دایمی توګه په دغه فستیوال کې دهنری مدیرې په توګه وظیفه اجرا کوی هم د لوړ کلاس دهنرمندانو پاملرنه په فستیوال کې د ګډون کولو لپاره راجلبوي.
    په مختلفو کلونو کې د «پیتر بورګ ماڼیو » په فستیوال کې نامتو هنرمندانو « انا نېتریبکا ، رینې فلیمینګ ، ایوا پودلیس ، دیمیتری خوارستوفسکي » او نور ډیر زیات شمیر کسان ګډون کړی دي.
    د دغه فستیوال د موجودیت په موده کې په زیات شمیر تاریخي او اشرافی ماڼیو کې کنسرتونه اجرا شوی دي او موسیقی غږوونکو ته د دې حق ورکړ شوي په خپلو کنسرتونو زیات شیمر ځایونه پرانیزي. د بیلګي په توګه د «ایرمیتاژ تیاتراو یوسو فوپسکې کلا » او ځینې نور ځایونه له جوړوني څخه وروسته ، د دغه فستیوال په بهیر کې پرانستل شو.
    د مهمو کلتوری او تاریخي پیښو ته د درنښت ورکولو په موخه دغه فستیوال هر کال د نامتو موسیقی غږوونکو او کمپوزیتورانو د زیږیدو د کالیزي لمانځلو ته بیلیږې.
    په دغه کال هم د موسیقی فستیوال د « پیتر چایکوفسکی » دزیږیدو 175 مې کایزی ته وقف شوی دي.
    د چایکوفسکي موسیقي د نیویارک د «مترو پالیتون » د اوپرا تیاتر د ځوانو هنرمندانو په ګډون د فستیوال په ټولو کنسرتونو کې اجرا کیږي. د امریکا د اوپرا درې سندرغاړې ښځې د نامتو « کوستا جکسون » خویندې او همدارنګه نامتو «جان ـ مور» خپل کنسرتونه د تاریچیسکی سیمفونی ارکستر په ملګرتیا اجرا کوي.
    دغه ارکستر د روسی پیانو غږوونکې « پولینا اسیتینسکایا » کنسرت هم بدرګه کوی. د دا کنسرت چې « د موسیقی د رومانتیزم لوړه څوکه » نومیږې کیدای شی د د دغه فستیوال تر ټولو ځلاند او ښکلې کنسرت شي. او دا د حیرانتیا خبره نه ده ځکه چې د دا د کنسرت محتوا هم د رومانتیزم سوژه لري.
    خو هغه کسان چې غواړي د موسیقی په یاد پاتې کیدونکې یوه ژانر غوره کړي ، هغوی بې له شکه د « جوزیپا ـ ویردی » د ویر سرود غوره کوي. دغه اثر د مختلفو هیوادونو « ارمنستان ، روسیه او ایتالیا » د موسیقی غږوونکو له خوا د ځلاند ایتالوی استاد « جوزیپې ساباتینی » تر لارښوونې لاندي اجرا کیږي.
    لکه څرنګه چې ټولو ته د پوهیدو وړ ده ، دا د « پیتربورګ ماڼیو »د فستیوال په پوسترونو کې یوه لنده کتنه ده.
    ګرانو دوستانو: که تاسو په نیږدې وختونو کې د کار او یا هم د استراحت لپاره د پتربورګ ښار ته سفر لرۍ نو زموږ وړاندیز به تاسو ته دا وي چې له دغه فستیوال څخه لیدنه وکړۍ.
    هنری اغیز دلته طبیعت په خپله چمتو کړی دي. دکال په دغه وخت کې د سانکت پیتربورګ په ښار کې تاسو کولای شي چې د طبیعت له یوې بیسارې ، ښکلې او تر یوه حده اسرار لرونکې پدیدې « سپینې شپې » څخه هم لیدنه وکړۍ
    دا هغه شیبه ده چې لمر د یوې لڼدې مودې لپاره رالوییږي خو بلافاصله بیا له سره راخیژیږي. په دغه وخت کي د شپی لپاره یواځې ، نیم ساعت پاتې کیږې.

    نښی
    روسیه
    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی