په ژوندی پڼه خپرونه
    د « اسلامی دولت »

    اسلامی دولت، ایران او په نژدی ختیځ کی د عیسویانو عام قتل

    © AP Photo/ Militant Website, File
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 30 0 0

    نن موږ پر عیسوی مدنیت د تیری کوونکی هدفمند یرغل شاهدان یو

    د روسیی ټولنه اوس په سوریه او عراق کی، چیری چی د «اسلامی دولت» جګړه ماران خپل «اسلامی خلافت» جوړوی، د حالاتو په هکله سخته اندیښنه لری. دا دولت د کلمی په واقعی مفهوم د تاریخ پر کنډوالو او د دغی سیمی د خلکو په وینو جوړوی. په دی هکله زموږ د مبصر پیوتر ګنچاروف تبصری ته ستاسی پام راګرزوو.

    د «اسلامی دولت» ډله چی ځان یی د «اسلامی خلافت» په نامه اعلان کړی، د سیمی د عیسویانو په هکله چی په پیړیو په دغو سیمو کی اوسیږی، عملاً د عامه وژنی سیاست پلی کوی. په سوریه او عراق کی د فلسطین د امپراطوری ارتودکسی ټولنی مرستیاله او د یادی شوی ټولنی د نژدی ختیځ او شمالی افریقا د عیسویانو څخه د دفاع د ټولنیز مرکز مشره یلینه اګاپووا په سوریه او عراق کی اوضاع له همدی دریځ څخه څیړی:
    یلینه اګاپووا وایی، نن موږ پر عیسوی مدنیت د تیری کوونکی هدفمند یرغل شاهدان یو. د دی په باور، بین المللی تروریستی انتیرناسیونال د عیسویت او د هغه د ستر تاریخ او کلتوری میراث د بشپړو نابودولو هدف ټاکلی دی. د نژدی ختیځ عیسویان د عامه وژنی له ګواښ سره مخامخ دی. د «اسلامی دولت» ډله یوځایی اعدامونه تر سره کوی او دا په ټوله نړی کی د عیسویانو د ویرولو په غرض په سیستمی چلند بدل شوی دی.
    د مسکو د کلیسا د مشرتابه د کلیسا او ټولنی د ګډو هلوځلو د څانګی مشر وسیوولود چاپلین هم په همدی نظر دی. د ده په وینا، د «اسلامی دولت» ایدیولوژی د ټولنی د سر له نوی جوړښت د جوړولو او له هغی څخه د عیسویانو د ایستلو له هڅی پرته بل څه نه دی. د ده په خبره، اوس د عیسویانو په وړاندی له ایدیولوژیکی تبعیض څخه کار اخیستل کیږی.
    له دی څرګندونی سره په سختی مخالفت کولی شو. د «اسلامی دولت» ډله نه یوازی د عیسویت چی د دریو اسمانی ادیانو څخه یو دین دی، د نابودلو نیت لری چی تر زر کاله ډیره موده کی په دی سیمه کی موجود وو. هغه هڅه کوی چی د عیسوی تمدن یاد هم له منڅه یوسی. د«اسلامی دولت» ډلی د سوریی د پالمیرا د ښار په نیولو سره چی تر ۴۰۰۰ کالو زیات تاریخ لری او په بیدیا کی د چین، هند، پارس او د روم د امپراطوری د سوداګری د کاروانونو په لاره کی ودان شوی وو او هغه ښار چیری چی تر اوسه د اګوره لرغونی ډګر موجود دی، تاریخ منفجروی او بیا وروسته هغه له خاورو سره خاوری کوی.
    په سوریه او عراق کی د «اسلامی دولت» د ډلی د وحشیانه عملونو زیات مثالونه شته. اوس دا پوښتنه را پیدا کیږی چی د هغو راز په څه کی دی؟ د «اسلامی دولت» د ډلی لښکری په اصل کی ولسی ځواکونه دی. خو له دی سره سره لیدل کیږی چی په ډیره اسانی د منظمی اردو ځواکونو ته ماته ورکوی.
    د ایران د بهرنیو چارو د وزارت د مرستیال حسین امیر عبداللهیان په نظر د «اسلامی دولت» د ډلی وسله وال په اصل کی د جنګیالو تصادفی مجموعه نه ده او د هغوی له لوری غوره شوی تاکتیک هم د دوی خپل تاکتیک نه دی:

    دا خوشبینانه تحلیل دی، خو یوه خبره دلته وجود لری.
    ایران ته په جغرافیایی لحاظ د نژدی زیات شمیر کارپوهانو په نظر، په ایران کی هم زیات شمیر تندلاری سنیان شته چی پرته له فکر کولو تیار دی د«اسلامی دولت» د ډلی په لیکو کی ورګډ شی. که دا خبره سمه وی، نو د نژدی ختیځ د عیسویانو په وړاندی د مفکوری تبعیض درول د «اسلامی دولت» د ډلی له لوری سخت کار شمیرل کیږی. تر دی وروسته د زردشتیانو د اولادی وار را رسیږی چی ریاض له هغوی سره خپل حسابونه لری.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی