په ژوندی پڼه خپرونه
    د سعودی عربستان وسله وال پوځ یمن پولو سره خپل ځواکونه پیاوړی کوی

    د سعودی عربستان وسله وال پوځ یمن پولو سره خپل ځواکونه پیاوړی کوی

    © AFP 2016/ Saleh Al-Obeidi
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 87 0 0

    د سعودی عربستان وسله وال پوځ د هیواد په جنوب کی د یمن پولو سره په کوم ځای کی، چی د شعیه یاغیانو سره شخړی پیښیږی، د خپلو ځواکونو ملاتړ لپاره نور وسله وال ځواکونه هم ولیږل. په دی هکله خبر د Al Arabiya تلیویزیونی ګانال ورکړی دی.

    د یاد ټلویزیونی کانال د خبر له مخی ویل کیږی، چی د یمن پولو سره نژدی د سعودی عربستان د وسله وال پوځ سرحدی قطعات په نوو ځواکونو سمبالیږی. په سلګونو نوی ټانکونه، د توپچی وسلی او په همدی ډول په زرګونو تنه افسران او سرتیری چی دغه تخنیک کاروی، سرحدی سیمی ته استول کیږی.

    ایتلافی هوایی ځواکونو د یکشنبی په ورځ د یاغیانو په مورچلونو خپلو بمباریو ته دوام ورکړ.

    د Saba خبریز آژانس د خبر له مخی ویل کیږی، چی د دغو هوایی بمباریو په پایله کی ملکی وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتی ده، د یمن په پلازمینه په صنعا کی، د یو هوایی برید له کبله ۴۴ تنه وژل شوی او د سلو تنو په شا او خوا کی چی ښځی او ماشو مان هم په کی شامل دی، ټپیان شوی دی. د دغو هوایی بمباریو په پایله کی د یمن په پلازمینه کی د پام وړ شمیر کورونه ویجاړ شوی او ډیر نور زیانمن شوی دی.

    حالات وروسته له هغی ډیر خراب شول، کله چی حوثیانو د Scud په نامه توغندی په پوله کی د سعودی عربستان په وسله والو پوځیانو وتوغاوه خو د ЗРК Patriot سیتم وتوانید توغندی په هوا کی له منځه ویسی.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی