په ژوندی پڼه خپرونه
    د ګرځنده انټرتیټ د اسانتیا څخه به تر۲۰۲۰ زیږدیز – لمریز کال پوری د نړی ۹۰ سلنه خلک کار واخلی

    د ګرځنده انټرتیټ د اسانتیا څخه به تر۲۰۲۰ زیږدیز لمریز کال پوری د نړی ۹۰ سلنه خلک کار واخلی

    © Fotolia/ Coloures-pic
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 54 0 0

    د Ericsson د کمپنی په حواله ویل کیږی، چی په نژدی راتلونکی کی ګرځنده انټرنیټ به د نړی ۹۰ سلنه خلک وکاروی او د هغو ګرځنده ټیلیفونونو شمیر به چی د اینټرنیټ د کارولو اسانتیاوی لری، دوه ځلی ډیر شی.

     په شمالی امریکا کی په هره میاشت کی هر ټیلیفون لپاره ۲،۴ ګیګا بایټه چی د لسو ساعتونو په اوږدو کی د ویډیو فلمونو کتنی سره برابر دی، په پام کی نیول شوی دی. د Ericsson د خبر له مخی ویل کیږی، چی تر ۲۰۲۰ زیږدیز کال پوری به د اینټرنیټ کچه تر ۱۴ ګیګا بایټ پوری ورسیږی.

    په راپور کی د ګرځنده اینټرنیټ د کارولو د کچی ډیریدو په هکله خبری شوی دی، په راپور کی په Netflix سرویس کی د ویډیو ننداری په هکله او په Facebook کی د انځورونو د خپرولو په هکله چی د ګرځنده اینټرنیټ د کارولو په کچه کی د پام وړ اغیز لری، یادونه شوی ده.

    د 3dnews.ru  خبر ورکوی، چی په راپور کی دا هم ویل شوی، چی تر ۲۰۲۰ زیږدیز کال پوری ۷۰ سلنه خلک به سمارتفونونه وکاروی او د ګرځنده انټرتیټ د اسانتیا څخه به تر۲۰۲۰ زیږدیز — لمریز کال پوری د نړی ۹۰ سلنه خلک کار واخلی.

    دغه راپور د Ericsson د « بریښنایی ټولنی » د نظریی څرګندونه کوی، چی له مخی یی ویل کیږی، ټول ټیلیفونونه به د بی سیم په سیتم جوړ وی او یو له بل سره به اړیکی ټینګولی شی.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی