په ژوندی پڼه خپرونه
    د سعودی عربستان څخه څلور کوچنیان په ایرانی هوټل کی په زهرو وژل شوی دی

    د سعودی عربستان څخه څلور کوچنیان په ایرانی هوټل کی په زهرو وژل شوی دی

    © Sputnik/ Alexei Kudenko
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 52 0 0

    د ایران په شمال کی د مشهد په ښار کی په زهرو په ککړی ډوډی د سعودی عربستان څلور تنه وګړی وژل شوی او ۲۹ تنه نور روغتون ته لیږدول شوی دی، په خبر کی ویل کیږی، چی د وژل شوو خلکو په جمله کی یوه ۱۴ کلنه جلی او دری کوچنی هلکان چی یو دری کلن ماشوم دی، هم په کی شامل دی. ټول زیانمن شوی د سعودی عربستان شعیه ګان دی.

    د مشهد څارنوال غلام علی صادقی ویلی، چی په دی هکله څیړنی پیل شوی دی، د لومړنیو څیړنو له مخی د موږکانو زهر د دغو وژنو لامل په ګوته شوی دی. څارنوالی د پیښی په تړاو د قصدی عمل په هکله خبری ردوی.

    چارواکو ویلی، چی د امام رضا د روغتون ټولو ډاکټرانو د کوچنیانو د ژوڼد د ژغورنی په موخه خپلی ټولی هځی تر سره کړی خو په دی بریالی نه شول.

    د ویلو وړ ده، چی مشهد د شعیه ګانو یو مقدس ښار دی چی هرکال په ملیونونو شعیه ګان دی ښار ته د امام رضا د قبر د زیارت په موخه په سفر درومی. 

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی