په ژوندی پڼه خپرونه
    په ایران کی په شرابو روږدو وګړو لپاره ۱۵۰ ځانګړی څارځایونه جوړیږی

    په ایران کی په شرابو روږدو وګړو لپاره ۱۵۰ ځانګړی څارځایونه جوړیږی

    © Fotolia/ Borna_Mir
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 10110

    د ایران چارواکی د شرابو د څښاک د مخنیوی د پروګرام په رڼا کی د کال په اوږدو کی په پام کی لری د شرابو په نشه مستو وګړو لپاره ۱۵۰ ځانګړی څارځایونه جوړ کړی.

    دغه پریکړه چارواکو په وروستیو کی په دی هیواد کی سره له دی چی د شرابو په څښاک بندیز لګیدلی دی، د الکولو د کارولو د کچی د لوړوالی له کبله نیولی ده.

    د « اینترفاکس » خبری آژانس خبر ورکوی، چی د رسمی خبرونو له مخی ویل کیږی، چی اوسمهال په ایران کی لږ تر لږه د ۲۰۰ زرو تنو پوری خلک د الکولو په څښاک روږدی دی.

    آزانس خبر ورکوی چی لومړی دغه ډول په شرابو روږدو لپاره څارځای په ۲۰۱۳ زیږدیز — لمریز کال کی په تهران کی جوړ شو.

    د یادونی وړ ده، چی په ایران کی په ۱۹۷۹ زیږدیز کال کی د اسلامی انقلاب وروسته د الکولو په څښاک بندیز ولګید. 

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی