په ژوندی پڼه خپرونه
    د روسیی د « آرماته » زره پوش د توغنیو ضد ټانک دی

    د روسیی د « آرماته » زره پوش د توغنیو ضد ټانک دی

    © Sputnik/ Vadim Savitskii
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 25110

    د روسیی نوی په زری پوښ شوی ټانک چی « آرماته » نومیږی، د دی توان لری، چی په نړی کی د ټولو ټانکونو د مرمیو، د توغندیزو سیستمونو او راکت اندازونو پر وړاندی ودریږی. په دی هکله د تاس خبری آژانس ته د علمی څیړنیز مرکز لخوا ورکړل شوی دی.

    د آژانس سره د مرکه کوونکی په وینا؛ د روسیی دغه نوی په زری پوښ شوی ټانک « آرماته » د ټولو ۱۲۰ ملی متره تانکونو مرمیو پر وړاندی د ودریدلو توان لری.

    نوموړی په دی هکله زیاته کړه؛ چی د روسیی نوی زری پوښ شوی ټانک « آرماته » د ټانک ضد توغندیو او د د ۱۰۰ — ۱۵۰ ملی متره راکټ اندازونو پر وړاندی هم د ودریدلو توان لری.

    « آرماته » د درنو محاربوی زره پوښه ماشینو داسی یو جوړښت دی، چی پر بنسټ یی ټانکونه او د پیاده سرتیرو د لیږد لپاره موټرونه هم جوړیږی. نوی ټانکونه په بشپړه توګه په عددی سیستم سمبال او له لاری یی رهبری کیږی، په دغه ټانک کی د عملی لپاره ځانګړی ځای چی په زری پوښ شوی دی، په پام کی نیول شوی دی. د « آرماته » اساسی توپ، ۱۲۵ ملی متری توپ دی، خو په راتلونکی کی ۱۵۲ ملی متری توپ هم ښایی په کی ځای پر ځای شی.

    د « ارماته » ټانکونه د مای د میاشتی په ۹ مه نيټه د بری د جشن د اویایمی کلیزی په ویاړ د رسم ګذشت په مراسمو کی ننداری ته وړاندی شول او د غه ټانکونه بیرته فابریکو ته په راتلونکی کی تولید په موخه ولیږدول شول. په پام کی ده چی د دغو ټانکونو د تولید چاری به په ۲۰۱۷ — ۲۰۱۸ زیږدیز — لمریز کال کی پیل شی.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی