په ژوندی پڼه خپرونه
    ګاز پروم او د چین د «سی-ان-پی-سی» کمپني خپلې خبرې اترې ګړندۍ کوي

    ګاز پروم او د چین د «سی-ان-پی-سی» کمپني خپلې خبرې اترې ګړندۍ کوي

    © AP Photo/ Kai-Uwe Knoth
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 59 0 0

    په لویدیزه کرښه کې چین ته د روسی د ګاز د لیږدولو په هکله خبرې اترې خپل پای ته نیږدې کیږي .

    دغه خبره د ګازپروم رییس «الیکسی میلر» د چین د «سی ان پی سی» ملی نفت د کمپنۍ له رییس «وان ایلینګ » سره تر خبر اترو وروسته اعلام کړ. ده وویل ګازپروم او د چین د ولسی جمهوریت د ملی نفتۍ کمپنۍ د ګاز د لیږدوونې په هکله خپلې خبرې اترې ګړندۍ کوي.
    د «میلر » په قول دواړو لورو چین ته په لویدیځه لاره کې د روسیي د ګاز د رسولو د زمانی جدول مساَلې او همدارنګه د عمل هغه پلان هم وڅیړل چې د تړون تر لاسلیک کیدو نه د مخه باید عملي شي. الیکسی میلر وویل:
    د ګازپروم او د «سی ان پی سی » کمپنۍ له خوا د کار مشخصه پلان په ګوته شوی ده او دواړه لورې د تړون د ژر چمتو کولو په هکله موافقې ته رسیدلې ، او په اوسنۍ وخت کې د دغه سند اساسی لورې ټاکل شوی دي.
    د لیږدول کیدونکې ګاز حجم «30 میلیار مکعب متر » او دتړون موده چې د هغې په ترڅ کې ګاز باید چین ته ورسول شي « 30 کلونه » ټاکل شوی دي. باید وویل شي چې د ګاز د تخنیکی ځانګړتیاوو په هکله هم دواړه لورې موافقې ته رسیدلې دي.
    د « روسیي ـ چین » په پوله کې د تسلیمیدو ساحه د « کاناس » کوتل وټاکل شو او د ګاز د تسلیمیدو د ساحې ځانګړتیاوو هم په ګوته شوی ده. په دې توګه د ګاز د رسولو نوۍ دهلیز پرانیستل کیږي. «الیکسی میلر» وویل: دا د دغه دهلیز د جوړولو نوۍ پړاو دي چې په راتلونکې به د هغې له لارې په کال کې کیدای شی « 100-60» میلیارد مکعب مترو ګاز ولیږدول شي.
    د کارپوهانو له ارزوونې ښکاري چې دغه پروژه به کیدای شي روسیی ته زیاته ګټه ورسوي. د هیوادونو د ګاز رسولو له واحد سیستم سره یو ځای کیدل به روسیی ته ددې امکانات چمتو کړي چې هغه منابع چې پخوا اروپا ته لیږدول کیدې نورو لورو ته به ولیږدول شي.
    سر بیره پردې دغه لاره د ختیځ لارې « د سایبریا ځواک » په نامه له لارې پرتله هم ارزانه تمامیږي. د التای له لارې د ګاز رسولو کرښه د سایبریا تر کرښه لڼده ده ، او زیاته برخه یې له هغو ځایونو څخه تیریږي چې هلته پخوانۍ جوړ شوی بنسټونه موجود دي.
    لکه چې « الیکسی میلر» وویل یو بل ډیر مهم ټکې چې ګازپروم او «سی ان پی سی» اوس تر بحثونو لاندې نیولې ، دا دپیسو مساَله ده چې د میلر په قول روسیه دی ته چمتو ده چې له چین سره د ګاز معاملې د چین په اسعارو « یوان» ترسره کړي. خو د اقتصاد پوهانو په نظر ګمان نه کیږي چې روسیه وغواړي له چین څخه د ګاز په بدل کې «یوان» تر لاسه کړي.
    د ګاز بیې تل د نفتو په بیو پورې چې په ډالرو پلورل کیږي ، اړه لري. له همدې کبله په ډالرو کې د معاملو کیدل به روسیی ته له ډیرو لږو ګواښونو سره ملګرې وي.
    په «یوان »به د روسیی د ګازو پلورل هغه وخت ګټور وي چې دغې پیسې په روسیه کې د مصرف کیدو ځای ولري. د مثال په توګه د چینایی سامان الاتو د رانیولو په خاطر. خو ګازپروم د نوو پایپ لاینونو په جوړولوکې خپل ټول مصرفونه د روسيي په اسعارو « روبل » سرته رسوي.
    بیا هم د اقتصاد پوهانو په نظر په ملي اسعارو کې د معاملاتو تر سره کیدل به کومه ستونځه ونه لري. دمثال په توکه د «ګازپروم نفت » کمپنۍ د روان کال له پیل څخه پر چینایی رانیوونکو باندې نفت په «یوان » پلوري ، او د « روس نفت » کمپنۍ هم د همدې کار له پاره تیاري نیسي.
    دا د «وانکوویر» د څاه د تسخیرولوپه خاطر د چینایی پانګه اچوونکې یوازینۍ او عمده شرط دي.

    نښی
    روسیه
    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی