په ژوندی پڼه خپرونه
    د اوو صنعتي هيوادونو غونډه

    G7 د مسکو سره، له همکاريو ډډه کوي

    © REUTERS/ Michael Kappeler
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 55 0 0

    په بايرن کې پرون د اوو بډايو هېوادونو G7 غونډه پای ته ورسيدل . د اوو صنعتي هېوادونو په غونډه کې المان، دامريکا متحده ايالات، کاناډا، فرانسه، ايتاليا، جاپان، او لويه برتانيا ګډون کړی وو، دغه غونډه د سړې جګړې وروسته ترټولو غيرمعمولي او د جنجاله ډکه غونډه وه.

    په دغه غونډه کې د روسيي موضوع دغونډې اجنډا ته تغيير ورکړی وو، ددې ترڅنګ G7 په غونډه کې په يولړ نورو مسئلو هم بحث وشو لکه په نړۍ کې د اقليم بدلون ، د اروپائي اتحادئي او امريکا متحده ايالاتو ترمنځ سوداګرۍ اړېکې، او ددې ترڅنګ دليبيا ، دايران داټومي تاسيساتو او د «اسلامي دولټ » په اړه موضوعات څيړل شوي دي.
    د دغې غونډې توپير دمخکنيو غونډو څخه داوو، چې د روسيي ولسمشر ولاديمير پوتين پکې ګډون نه وکړی. کوم چې له۲۰۰۰ کال د جون مياشت راهيسي (يعني ۱۵ کاله مخکې) په دغه غونده کې ئي خپل ګډون پيل کړي و،. اودغه ټولنه په (اتو هيوادونو) بدله شوی وه. په تيرکال کې داوکراين دلانجي او د روسيي سره د کريميا د يوخاي کېدو له امله د لويديځ اوروسيي ترمنځ اړيکې خړي پړي شوي او دروسيي غړيتوب په دغه سازمان کې لغوه شو.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی