په ژوندی پڼه خپرونه
    وړاندوينه: قيامت د سپتمپر په مياشت کې

    وړاندوينه: قيامت د سپتمپر په مياشت کې

    © Flickr/ Hubble ESA
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 321 0 0

    په يوشمير مهمو او علمي ويبلاګونو کې داسي معلومات خپاره شوي دي – چې قيامت ښائي په مني کې رامنځ ته سي – یعني دسپتمبر له ۲۲ تر ۲۸ نيټي پورې .

    دغه کسان وائي چې له اسمانه يو لوی شهاب دخمکي دکرې سره ټکر کوي.او د خمکې پرمخ تول ژوندي موجودات له منځه وړي. دامطلب Mirror څرګند کړي دي.
    يو کس چې خان کيهانې کارپوه بولي منلي ده چې دقيامت ورځ دانجيل د کتاب له مخې ډير ژر رامنځ ته کيږي. نوموړی وائي کله چې داسمان څخه شهاب «لويه تيږه » پر ځمکې لويږي له امله ئي د «اووکلونو رنځ دوره پيل يږي»ددې ترڅنګ «ناسا» هم دغه ټکی تائيدوي. پوهان وائي چې ډير ستوري د ځمکي داتموسفيرپه فضا کې له منځه ځي اوسوځي.
    خو د «ناسا» استازی وائي « زموږ دمعلوماتو او څيړنو له مخې په راتلونکو څو سوه کاله کې به زموږ د ځمکي سياره داسماني ډبرو څخه په امان کې وې ».
    د «ناسا» کارکوونکی وائي چې ددوی همکاران تل دنوي تکنالوژي د جوړلو په تکل کې دي نوله دې کبله ځمکي ته داسماني ډبرو ګواښ ئي خپل اقل حد ته رسولی دي.
    خو ددې ټولو خبرو سره سره دقيامت د ورځي (اخر زمان) وړاندويونکې د پوهانو خبري نه مني او وائي چې د قيامت د ورځي په رارسيدو کې دننني(داخلي)لوی چلندونه مهم رول لوبوي. دالومړي ځل نه دي چې د خلګو پاملرنه دې موضوع ته درسنيو له خوا راګرځول کيږي بلکې په ۲۰۱۱ کال کې دامريکا متحده ايالاتو مسيحي واعظ هارولد کمپینگ درآډيو له لاري اعلان وکړ چې د ۲۰۱۵ کال د مي ۲۱ نيټه د قيامت ورځ ده او دده ډيرو همکارانو دده څخه ملاتړ هم وکړ خو داچې د جون ترمياشتي ژوندي پاتي شول د حيرانتيا سبب شوه..

     

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی