په ژوندی پڼه خپرونه
    سی ای ای

    دامريکا اطلاعاتي سازمان د «اسلامي دولت » په اړه اووه ترابايت اطلاعات تر لاسه کړي دي

    © REUTERS/ Larry Downing
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 57 0 0

    د امريکا متحد ايالاتو اطلاعاتي اژانس په لويه کچه د«اسلامي دولت» ترهګر سازمان داخلي جوړښت او ددوی دمالي سرچينو په اړه داطلاعاتو رآټولو ته لاسرسي موندلی دي .

    دا مطلب نن نيويارک ټايمز ورځپاڼي خبر ورکړ. ورځپاڼه زياتوي: پخواني محرم سندونه چې دامريکا متحده ايالاتو خانګړو جزوتامونو دروان ميلادي کال دمي په مياشت کې لاسته راوړي وو، ترارزوني، تحليل او تجزئي وروسته افشآ کړي دي.
    ورځپاڼه کاږي چې دغو اطلاعاتو امريکا ته ددې امکانات برابر کړل چې د «اسلامي دولت» پر سنګرونو دقيق او اغيزمن ګوزارونه وکړي.او لکه چې امريکائي قوماندانان وائي ددغې ډلې يو مخکښ قوماندان د (ابو حميد) په نوم وژل شوی دي. خو «اسلامي دولت» تراوسه دنوموړي وژنه نه ده تائيد کړي.
    ددغو معلوماتو دلاسته راوړلو له کبله چې اووه تيربايت الکترونیکي معلومات ئي ځاي پرځای کړي دي، مطالعه ، تحليل اوتجزيه شوي دي. دامريکا متحده ايالاتو ته داهم څرګنده شوه چې ابوبکر البغدادي څرنګه وکولای شول دامريکا داستخباراتي دستګاه دمامورينو څخه د نوموړي دافشا کېدو څخه مخنيوي وکړي. او داهم په ډاګه شوه چې البغدادي د هرډول الکترونيکي اړيکو څخه ډډه کول. البغدادي دسورئي په (رقا) ښار، پځپله استوګنځي کې خپلو اميرانو ته دده سره دخبرو کولو اجازه تر هغو نه ورکوي ، تر څو چې ئي خپل ټول الکتروني اوګرځنده تلفوني وسايل تسليم کړي نه وي.
    ددغو اسنادو له رويه څرګنديږي چې د «اسلامي دولت» د قوماندانانو ميرمني په دغه سازمان کې ډير مهم رول ترسره کوي. موږ داسي تصور مخکې نه کاوه «نيويارک ټايمز » وړاندې وائي دوی (محرم) اسناد په شفاهي ټوګه يواوبل ته او وروسته ئي خپلو خاوندانو(ميړونو) ته رسوي نو له دې کبله ناممکنه ده دغه معلومات دالکتروني وسائيلو له لارې کشف سي.
    دامريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت استازی وائي ددغو استخباراتي معلوماتو دشنني اوتحليل په نتیجه کې په نوو شيانو پوهيږو چې مخکې ئي تصور نه کيده. دی وائي دهري ورځي په تيريدو سره موږ په دې پوهيږو چې «اسلامي دولت» څه شی دي او ددوی جوړښت تر کومي کچې پورې پيچلي او ستونزمن دي، دآټول موږ ته په ډاګه کيږي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی