په ژوندی پڼه خپرونه
    د روسیی پرضد لمسونی ځای نه نیسی

    واشنګټن باید له تاریخ څخه د روسیی پرخلاف هلو ځلو کی پند واخلی

    © Sputnik/ Ilya Pitalev
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 156 0 0

    د روسیی پرضد لمسونی ځای نه نیسی

    د کاناډا رسنی لیکی چی امریکا په خپلو دروغو خبرو او د روسیی پولو ته نژدی په خپلو پوځی تطبیقاتو هڅه کوی مسکو پوځی شخړی ته راکاږی. ژورنالیستان وایی چی واشنګټن باید دا خبره په یاد ولری چی د روسیی د نیولو پخوانی هلی ځلی په څه تمامی شوی دی.

    د ۱۹۴۱ کال د جون په ۲۲ نیټه هیتلر د بارباروس د عملیاتو پلی کول چی د شوروی اتحاد پر خلاف متوجه وو، پیل کړل. مبصر ستیوین لیندمن لیکی چی دا تر ټولو ستری تیری وو. د هیتلر هڅه د شوروی اتحاد د نیولو او د هغه د اوسیدونکی د اسیرولو په هکله له سختی ماتی سره مخامخ شوه.

    همدا شان ۱۳۰ کاله د مخه د ناپیلیون پلان له ماتی سره مخامخ شوی وو.

    لیندمن د ګلوبال ریسرچ په پاڼو کی په خپره شوی مقاله کی دا پوښتنه کوی چی ایا واشنګټن غواړی د هغوی غلطی تکرار کړی؟

    د مقالی لیکونکی وایی چی د روسیی ضد دښمنی په ویریدونکی حقیقت بدلیږی. د ده په وینا، د روسیی په دروازه کی د ناتو او امریکا پوځی تطبیقات لمسوونکی عمل دی. یو له دی ډول تطبیقاتو څخه د بالتټاپ — ۱۵ تطبیقات دی چی په هغو کی د تړون پر ۱۴ هیوادو سربیره فنلند، ګرجستان او سیویدن هم برخه اخلی. د مولف په خبره، د روسیی پولو ته نژدی لمسوونکی پوځی تطبیقات جګړی ته د تیاری معنی لری.

    د امریکی د بهرنیو چارو د وزارت استاځی ماری هارف په بی شرمی او پرته له هر ډول ثبوت څخه وایی چی روسیه د ټولو هغو پیښو مسوولیت پر غاړه لری چی په اوکراین کی روانی دی. مولف باور لری چی روسیه د اروپا په وچه کی تر ټولو ستر سوله دوست هیواد دی. پوتین څه موده د مخه د مرکی په ترځ کی د روسیی د تیری په هکله پوښتنی ته ځواب ورکړ. پوتین وویل: زه فکر کوم چی ناروغ سړی او هغه هم په خوب کی داسی خیال کولی شی چی روسیه به په ناڅاپی توګه پر ناتو برید وکړی.

    د شمالی اتلانتیک پوځی لګښتونه د روسیی تر بودجی لس ځله زیات دی. امریکا د روسیی له خبرداری سره سره د توغندیو ضد دفاعی سیستم ځای پر ځای کولو ته دوام ورکوی او بین المللی امنیت ته ګواښ رامنځ ته کوی. اوکراین اوس د ځمکی پر مخ په خطرناکه سره سیمه بدل شوی دی.

    واشنګټن غواړی پوتین راوپرزوی او په روسیه کی رژیم بدل کړی. هغه غواړی ترڅو لاس پوڅی رژیم د خپلواک دولت ځای ونیسی. د واشنګټن چارواکی د لیندمن په نظر په دی توګه په لیونتوب په نړی کی د دریمی نړیوالی جګړی لپاره شرایط برابروی.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی