په ژوندی پڼه خپرونه
    قاهره

    په قاهره کې د امريکا سفارت يو مامور د ترهګرۍ په تور نيول شوی دي

    Alexandr Yuriev
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 85 0 0

    په قاهره کې دامريکا متحد ايالاتو دسفارت يو کارکوونکی د ترهګرۍ په شک د مصر دامنيتي ځواکونو له خوا نيول شوی دي. دامطلب د "Daily News Idzhipt." ورځپانۍ ورکړی دي. .

    امريکائي د يپلوماتيکې سرچينو هم په مصر کې د امريکا متحده ايالاتو سفارت د مصري کار کونکې دنيول کيدو خبر تائيد کړي دي. « موږ اوس د مصري چارواکو سره په تماس کې يو، موږ دده په اړه لګول شوي تورونه او وروسته بيا قضائي بهير څارو» دامطلب دسفارت رسمي استازی څرګند کړی دي.
    د ځائي رسنيو د معلوماتو له مخې نيول شوی کس ۴۲ کلن احمد علی نوميږي چې دامنيتي کارکونکې دنده ئي درلودل
    د مصر عربي جمهوريت د ملي امنيت څارنوالي АРЕ، نوموړي د "Helwan Brigade" د ترهګرۍ اسلامي ډلې سره دفعاليت په تړاو تورنوي، او وائي چې ده نه يواځي ددغې ډلې مشرۍ کوله ، بلکې په مستقيمه توګه ئي په ۱۳ حملو کې، له هغې جملي دمصر پلازميني ته څيرمه حلوان کې د بيړۍ په چاودلو اوسوځولو کې هم برخه اخستی ده.
    ددې ترڅنګ دنورو سرچينو د معلوماتو پراساس چې د بشري حقونو مدافعانو ورته لاسرسي پيداکړی دي، وائي نيول شوی کس ښائي بل څوک وي- ۴۴ کلن احمد امين سليمان.
    د ه هم د امريکا په سفارت کې کار کاوه. لکه چې مصري ژورنالست احمد موسي د «صدای البلياد» تلويزيوني چينل سره په مرکه کې وويل « ترهګر احمد امين چې په سفارت کې ئي دساتونکې دنده لرله ، د «اخوان المسلمين» فعال غړی دي.
    دی زياتوي، ده په لسو ترهګرۍ بريدونو کې برخه اخستي ده چې سفارت په دې موضوع خبر دي « دامريکا سفارت د ترهګرو لپاره په پټنځای بدل شوی دي — دامطلب ده څرګند کړ. او زياته ئي کړه « دامريکا متحد ايالاتو ننني اداره د «اخوان المسلمین» د ترهګرۍ سازمان اصلي متحد دي او دټولو ترهګري عملياتو څخه خبر دي »

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی