په ژوندی پڼه خپرونه
    کابل

    امريکائي مقامات په دې عقيده دي چې افغانستان په مستقله توګه په کړنچارو قادر نه دي

    © Sputnik/ Alexandr Graschenkov
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 57 0 0

    افغانستان سره له دې چې د امريکا متحد ايالاتو د څو کالو راپه ديخوا د ۱۱۰ مليارد دالرو په لګښت د بيا رغاونې چارې پرمخ بيولي دي، خو دغه هېواد بيا هم په مالي او پوځي برخه کې په مستقله توګه په کړنچارو قادر نه دي.

    دامطلب د سي شنبي په ورځ دافغانستان د بيارغاوني په چارو کې دامريکا متحده ايالاتو عمومي مفتش جان سوپکو د ژورنالستانو سره په کتنه کې څرګند کړ.
    سوپکو دامريکا متحده ايالاتو له خوا د افغانستان د بیا رغاوني چارې په کلکه وغندل. « پلان او بيا رغونه ډيره وحشتناکه وه»- دی په دې باب ډاډه دي.
    سوپکو په لومړۍ ګام کې د امريکائي پو ځيانو او ملکي کسانو په منځ کې د فردي مسئوليت نه شتون ټه پاملرنه راوګرځوله، چې دماتې سبب شول.
    او ددې ترڅنګ «وحشتناکه همغږي چې د پنتاګون، بهرنيو چارو وزارت، او دامريکا متحده ايالاتو د بين المللي پراختيا اژانس ترمنځ ئي فعاليت کاوه». وروستنۍ جوړښت دامريکا متخده ايالاتو دبهرنيو چارو وزارت يوه برخه ده. دی وائي:
    زه ديو پړاو وړاند وينه کوم کله چې موږ — امريکا له افغانستان څخه وځو؟ امکان لري. دابايد له ياده ونه باسو چې داپیښه زما په ژوند کې نه پيښيږي.دامطلب سپکو څرګند کړی دي. دده په خبره افغانان« تر اوسه هم-» دخپلي بودجې سره دسترو پرابلمونو سره لاس او ګريوان دي »
    دم ګړۍ د هغه هيواد عوايد د کارپوهانو په قول « تر دوو ملياردو ډالرو لږ دي» «په دې خاطر چې هېواد ته نجات ورکړو داتو څخه ترلسو مليارد ډالرو پورې اړتيا شته » دامطلب سوپکو څرګند کړی دي. ده وويل چې افغانستان له مالي پلوه بسيا نه دي. سوپکو وائي
    «که چيري واشنګټن پر کابل يو دم خپل مرستي بندي کړي دافغانستان حکومت د سقوط سره مخامخ کيږي.»
    ده ومنل، چې ورته پيښه په پوځي برخه کې هم ليدل کيږي. دی وائي افغانان نسي کولای پوځي مکانيزم زموږ دمرستي پرته خوندي کړي»

     

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی