په ژوندی پڼه خپرونه
    اسرائيلو «چټل بم » ازمايښت کړي دي

    اسرائيلو «چټل بم » ازمايښت کړي دي

    © Photo/ Israeli Defense Ministry
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 118 0 0

    اسرائيلي پوهانو په اصطلاح «ککړبم » جوړ کړی او ازمايښت کړي دي. په دغه بم کې راديو اکتيو مواد ځای پرځای شوي دي. دغه بم دڅلور کالو په موده کې ( له ۲۰۱۰ –تر ۲۰۱۴ کال پورې ) جوړ شوی دي. دغه بم په بيديا کې ازمويل شویدي. دازمايښت په وخت کې پوهانو ددغه بم ممکنه تاوان ارزولي دي.

    د اسرائيلو دولت د بهر څخه د احتمالي بريد له امله په ويره کې دي. خو ددې ټولو سره سره « چټل بم» تراوسه پورې د هيڅ هېواد په خلاف نه دی کارول شوی.
    د RT اژانس د اسرائیلو د دفاع، استخباراتو او آتومي انرژي وزارتونو څخه رسمي غوښتنه اوهيله کړي ده، چې په دې اړه دوی ته معلومات ورکړي، خو تراوسه پورې هيڅ يو ارګان ځواب نه دی ورکړی. داسرائيلو پوځي مشران او پوهان په دې اړه دتبصري څخه ډده کوي. اسرائيلو هيڅکله هم د خپلو اټومي تاسيساتو په اړه معلومات نه دي ورکړي. ديادوني وړ ده چې رپوټ هغه وخت وړاندې شو، کله چې نړۍ دايران داټومي تاسيساتو د موافقي په اړه خبري کولي. کوم چې اسرائيل ددغې موافقي خلاف دي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی