په ژوندی پڼه خپرونه
    د ناټو ځینی غړی هیوادونه چمتو دی، د تړون د اساسی بنسټ څخه سرغړونه وکړی

    د ناټو ځینی غړی هیوادونه چمتو دی، د تړون د اساسی بنسټ څخه سرغړونه وکړی

    © AFP 2016/ GEORGES GOBET
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 198 0 0

    د « Pew Research » لخوا د وروستی ټولپوښتنی د ارزونو پایلو وښوده، چی د ناټو د غړو د ډیرو هیوادونو وګړی د ناټو د تړون د اساسی بنسټ څخه چی په کی ویل شوی، د ناټو د غړی په یو هیواد پوځی برید د ناټو د تړون په ټولو هیوادونو برید ګڼل کیږی، تیر شی.په دی هکله خبر د The Wall Street Journal ورکړی دی.

    د « Pew Research » ځیړنیز مرکز په خپلو پوښتنو کی د روسیی لخوا د ناټو د تړون غړی په یو هیواد د کوم ناڅرګنده هیواد څخه نه بلکی د روسیی څخه، ځکه چی د نآټو هیوادونه له دی کبله ویره لری، چی ګواکی روسیه یرغلیز سیاست پر مخ بیایی، د پوځی برید وړاندیز شوی وو.

    په حپله ولادیمیر پوتین د Il Corriere della Sera ورځباڼی سره چی یوه ایټالیاوی ورځپاڼه ده، د مرکی پر مهال څرکنده کړه، چی یواځی یو ناروغه داسی فکر کړلای شی، چی ښایی روسیه د ناټو په یوغړی هیواد برید وګړی. د دی سربیره د روسیی ولسمشر ولادیمیر پوتین زیاته کړه، چی د روسیی پر ضد د ګواښونو په ځواب ګی زمونږ ټول فعالیتونه هغه هم په ټیټه کچه کی تر سره کیږی.

    د ارزونو په پایله کی په ډاګه شوه، چی د ناټو د تړون په غړو هیوادونو کی ډیرو خلکو دغی پوښتنی ته، چی د روسیی لخوا د ناټو د غړی په یو هیواد پوځی برید د ناټو د تړون په ټولو هیوادونو برید ګڼل کیږی، د ځواب ویلو څخه په داسی حال کی ډډه وکړه، چی د دغه تړون لخوا په پینځمه لیکنه کی دا ډول پوځی برید وړاندیز شوی دی.

    د ډیرو خلکو په اند، د پوځی لاری د « جدی پوځی شخړی» چی د روسی او د ناټو د غړو هیوادونو سره، امریکایان چمتو دی. ۵۶ سلنه پوښتل شوی په همدی نظر دی. په همدی ډول ډیر کاناډایان، بریتانیویان او پولنډیان له دی نظر سره موافق دی.

     خو په فرانسی، ایټالیا، او جرمنی کی بیا د ناټو د غړی په یو هیواد باندی د پوځی برید په پایله کی د وسله وال غبرګون پلویان ډیر لږ ښودل شوی دی. په ځانګړی توګه په جرمنی کی ۵۸ سلنه خلکو د دغه بنسټ پر ضد څرګندونیب کړی دی.

    The Wall Street Journal د یوی پوښتل شوی چی کیتی سیمونس نومیوی له قوله کاږی؛ « دغه بنسټ د هغو رهبرانو لپاره چی غواړی د هیوادونو تر منخ په توپیرونو پردی واچوی او وګړی دی ته وهڅوی چی یو لید لوری ورکړی».

    The Wall Street Journal په دی هکله دی پایلی ته اشاره کوی، چی د روسیی او لویدیځ تر منځ شخړو سره سره اوسمهال د خلکو فکرونه د مرګ له ګواښه ډکی جګړی څخه لری دی.

    دغو ارزونو دا هم په ډاګه کړی، چی په پوښتل شوو کی د پولنډ ۵۰ سلنه خلکو، د امریکا ۴۵ سلنه پوښتل شوو او تر ټولو لږو خلکو د جرمنی ۱۹ سلنه پوشتل شوو خلکو اوکراین ته د وسلو د لیږد سره موافقه کړی ده.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی