په ژوندی پڼه خپرونه
    بيت المقدس

    بيت المقدس اسرائيل نه دي

    © AFP 2016/ THOMAS COEX
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 55 0 0

    د امريکا متحده ايالاتو ستري محکمي هغه بحث ته دپای ټکی کښیښود، چې د څو کلونو په اوږدو کې دامريکائي سياستوالو، او ټولنيزو استازو ترمنځ به تل پرې سياسي بحثونه کيدل.

    محکمي هغه قانون ته دتغيير حکم صادر کړ چې له مخې ئي هغه امريکائي ماشومان چې په بيت المقدس کې زيږيدلي دي، دزيږېدو خای ئي اسرائيل ثبت سي. خو ترټولو مهمه خبره داده ، لکه چې کارپوهان وائي. د محکمي حکم په بهرني تګلاره کې د ولسمشر صلاحيتونه زياتوي.
    دامريکا متحده ايالاتو کې دامريکائی اتباعو په پاسپورت کې دنښاني پرسر له ډيره وخته اختلافات موجود وو. دغه اختلافونه په اصل کې په نړيوالو اړيکو، په ځانګړۍ توګه په منځني ختيځ کې د سولې د راوستو په موخه دامريکا متحده ايالاتولاسوهنه، د کانګريس او دولسمشر ترمنځ دمبارزي پر سر. دزيات واک دلرلو په معنی ده.
    د امريکا متحده ايالاتو د سنا مجلس (کانګريس) په ۲۰۰۲ کال کې داسي يوه قانوني طرح تصويب کړه ، چې له مخې ئي امريکائي اتباع چې په بيت المقدس کې زيږيدلي، په پاسپورت کې د«زيږيدو ځای» د «اسرائيل» مهر اوټاپه وهل کيږي. په همدې ډول د امريکا متحده ايالاتونو به هرو مرو دغه ښار اسرائيلو ته ورکړی واي او په رسميت به ئي پيژندلی وای. خو داسرائيلو ترحاکميت لاندې ددغه ښار ختيځي برخې ملګري ملتونه په رسميت نه پيژني.دغه ښار ځانته ځانګړۍ مقام لري..

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی