په ژوندی پڼه خپرونه
    عراقي پوځيان

    عراقي ځواکونو دبيجي ښار ازاد کړی دي

    © AFP 2016/ Azhar Shallal
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 51 0 0

    دعراق حکومتي ځواکونه، د شيعه پوليسو په ملاتړ د (بيجي) ښار د «اسلامي دولت» د وسله والو له ولکې څخه ازاد کړیدي. دا مطلب سپوږمکۍ ټلويزيوني کانال «العربيه» څر ګند کړی دي.

    ددغه تلويزيوني چينل د معلوماتو پر اساس امنيتي ځواکونه، د ښار اداري واحدونه ، د ښار مرکزي جومات، او د خلګو داوسيدو ټولې سيمي نيولي دي. په دغو سيمو کې د تيلو د توليد لوی مرکزونه شتون لري. عراقي مقاماتو تر اوسه پورې دغه خبرونه لانه دی تائيد کړي.
    د پنتاګون رسمي استازي استیو وارن د دوشنبي په ورځ وويل، چې عراقي ځواکونو په بيجي کې پرمختګونه کړي دي.
    بيجۍ، لکه د عراق نور ښارونه يو کال مخکې د وسله والو کسانو تر ولکې لاندې راغله. د ۱۲ مياشتو په اوږدو کې عراقي چارواکو هڅه وکړه چې دغه ښار بيرته ونيسي، خوترهګر له دغه ښاره په شا نه شول.
    دبيجۍ په ښار کې د تيلي تاسيساتو تر ټولو لويه فابريکه موجوده ده. ددغې فابريکې دتيلو داستخراج اعظمي حد په ۲۴ ساعتونو کې ۳۱۰ زره بيرل تيل دي. او که زيات کار وکړي د هيواد دننه ۴۰ فيصد اړتيا پوره کوي.
    بیجۍ ښار موصل ته ستراتيژيکې اهميت لري. که چيري دښار په ازادولو کې عمليات په بري پای ته ورسيږي. نو دابه په راتلونکې کې نينوا ته دتعرضي عملياتو دپاره لار پرانيزي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی