په ژوندی پڼه خپرونه
    په مسکو کې يوتن چې په وسله واله دله کې د ګډون ګمان پرې کیږی، نيول شوی دي

    په مسکو کې يوتن چې په وسله واله دله کې د ګډون ګمان پرې کیږی، نيول شوی دي

    © Photo/ Africa Studio
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 36 0 0

    دمسکو د ليفورت محکمي ديو شکمن کس په اړه، چې په ناقانونه وسله واله ډله کې دګډون ګمان پرې راتلی ، دنيولو اجازه ورکړې ده.

    دامطلب ريانووستي اژانس د محکمي د مطبوعاتي دفتر سکرتر يوليا سکوتينکوا څر ګند کړی دي.«محکمي دمخکنيو تدابيرو په لړ کې د رمضان تایموسو د نيولواجازه ورکړي ده» دامطلب دې څرګند کړ.
    د محکمې مطبوعاتي دفتر سکرترې وويل چې متهم کس دروسيي دجزا قانون ددوهمي برخې د ۲۰۸ مادې پراساس. (چې په ناقانونه توګه په وسله واله ډله کې غړيتوب لري) تر لسو کالو پورې په بند محکوميدای سي.
    ديوشمير رسنيو دمعلوماتو پر اساس نيول شوی کس په سوريه کې د «اسلامي دولت» په ليکو کې جنګيدي.
    په ۲۰۱۴ زیږدیز- لمریز کال کی د « اسلامی دولت » پراختیا یوه مهمه نړیواله ستونزه وه ، په ۲۰۱۴ زیږدیز کال کی د « اسلامی دولت » جنګیالیو د عراق او سوریی ډیری سیمی تر خپلی ولکی راوستی دی ، د امریکا د متحده ایالاتو د استخباراتو د اداری د راپور له مخی ویل کیږی چه ، دغه ډله تر ۳۰ زرو تنو پوری وسله وال لری او په نیول شوو سیمو کی د خپل حکومت د « خلافت » اعلان کړی دی. د « اسلامی دولت » پر ضد د مبارزی متحده جبهه نشته ، د عراق او سوریی د دولتونو وسله وال پوځ د یادی ډلی پرضد جنګیږی ، د امریکا په مشری د نړیوال ایتلاف ځواکونه یواځی هوایی بمباری کوی ، د عراق او د سوریی کوردان هم په کی برخه لری. د دغو جګړو په اوږدو کی په زرګونو تنه ولسی وګړی له مینځه تللی ، په سلکونو زره تنه کډوال شوی او ډیر نور هم د « اسلامی دولت » ډلی لخوا یرغمل نیول شوی دی.

     

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی