په ژوندی پڼه خپرونه
    سوريه بيرغ په ازادشوي سيمه رپيږي

    د سورئي اردو د هوائي اډې څخه یاغيان په شا تمبولې دي

    © Sputnik/ Andrey Stenin
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 51 0 0

    دسورئي ارو د دغه هيواد په سهيل کې د هوائي اډې څخه ياغيان،چې څه موده مخکې ئي نيولې وه، شړلې دي.د امطلب د جمعي په ورځ د سورئي د بشري حقونو ټولنې څر ګند کړی دي.

    د هوائي اډې (اتاله) ديوې برخې څخه چې یاغيانو دچهارشنبي په ورځ نيولی وه، او سوريائي پوځيانو بیرته ورڅخه ونيوله دغه خبر د بشري حقونود مرکز مشر رامي عبدالرحمن هم تائيد کړي دي. دده په خبره د سورئي هوائي ځواکونو سيمه بمبارۍ کړه او وروسته ئي د جګړې سيمي ته اضافي پوځيان وليږل او دیاغيانو سره ئي په مخامخ مقابله کې بری ترلاسه کړ.
    پخوا دسهيلي جبهي یاغيانو اعلان کړي و، چې د ګاونډي ولايت (درعا) کې ئي پر هوائي اډي خپله ولکه ټينګه کړي ده، ځو د سورئي اردو په هغه وخت کې په دې باب تبصره نه وه کړي.
    په سوریی کی د ۲۰۱۱ زیږدیز — لمریز کال د مارچ د میاشتی راپه دیخوا وسله والی شخړی روانی دی ، د ملکرو ملتونو د راپور له مخی ویل کیږی چه د دی هیواد تر ۲۰۰ زره تنو ډیر خلک په دی جګړو کی له مینځه تللی دی. په دغو جګړو کی د بيلابیلو ډلو ټپلو جنګیالی د سوریی دولت پر ضد جنګیږی ، چه د « اسلامی دولت » د ډلی جنګیالی بیا په کی ځانګړی رول لری ، په ۲۰۱۴ زیږدیز کال کی د « اسلامی دولت » جنګیالیو د عراق او سوریی ډیری سیمی تر خپلی ولکی راوستی ، په ۲۰۱۴ زیږدیز- لمریز کال کی د « اسلامی دولت » پراختیا په نړیواله ګچه یوه مهمه ستونزه وه.

     

     

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی