په ژوندی پڼه خپرونه
    د روسيي ولسمشر پوتين

    پوتين داروپائي لوبو د ليدو دپاره باکو ته رسيدلی دي

    © Sputnik/ Aleksey Nikolskyi
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 60 0 0

    دروسيي ولسمشر ولاديمير پوتين باکو ته رسيدلی دي، او په هغه هيواد کې به د جمعي په ورځ داروپائي لوبو دپيل کيدا په مراسمو کې ګډون وکړي.

    ددې ترڅنګ به د روسي ولسمشر د جمعي په ورځ د ترکيي د ولسمشر رجب طيب اردوغان سره په دوه اړخيزو موضوعاتو خبري وکړي. په پلان کې ده چې په کتنه کې په دانرژي او دسورئي دمسئلې په اړه خبري وکړي.
    برسيره پردې دهيواد مشر به د اذربايجان د ولسمشر الهام علي اف سره کتنه ولري. دوی دواړه به دخبرو اترو په ترځ کې دخپلمنځي اړيکو دپراختيا او د «نا ګورنا قره باغ» په اړه خبري وکړي.
    پوتين به دخپل سفر په پای کې د روسيي لوبغاړو سره ، چې دلومړۍ ځل دپاره په اروپائي لوبو کې ګډون کوي هم وویني. دغه لوبې هر څلور کاله وروسته ترسره کيږي. دغه لوبي دجون له ۲۰ تر ۲۸ نيټي پورې دوام کوي. ددغو سياليو ګټونکوته ۲۵۳ مډالونه په پام کې نيول شوي دي. په دغو سياليو کې شل بيلابيلي لوبې تر سره کيږي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی